د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۳

د پوهنې وزارت په هېواد کې د سواد د زده کړې دوهم پړاو پیلوي


پتمن وویل، د پروګرام په دې مرحله کې به د هیواد د مختلفو سیمو دوه لکه تنه نورهم لیک لوست زده کړي.
پتمن وویل، د پروګرام په دې مرحله کې به د هیواد د مختلفو سیمو دوه لکه تنه نورهم لیک لوست زده کړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د هېواد په مختلفو سیمو کې د بې سوادي د سطح د ټیټولو په مقصد، د سواد د زده کړې د پروګرام د دوهمې مرحلې د پییلیدو خبر ورکوي.

دا وزارت وایي، یاد پروګرام دوه کاله مخکې د هیواد په اتلسو ولایتونو کې پیل شوي وو، چې تراوسه یې دری لکو خلکو ته لیک لوست ورزده کړی دی.

د پوهنې وزارت سرپرست صدیق پتمن وویل، دوی غواړي، د سواد د زده کړې د پروګرام نوې مرحله په مرکز او لایتونو کې په لااغیزمنه توګه پیل کړي.

″سره له دی، چې دا پروژه ښه پرمختللې خو لازمه وګڼل شوه، چې د نوې مرحلې له پیلیدو دمخه ارزیابي شي، په تشکیلاتو کې یې کمي راځي او هڅه کیږي، چې دا ځل ښه او اغیزمن فعالیت وکړي.

په دې امتحان کې څه کم درې سوه برخه لري او یوسلواتلس به ترې غوره شي، ټولې چارې یې د افغانانو له خوا، د یونسکو ترڅارنې لاندې پرمخ بیول کیږي. هیله ده دا مرحله له پخوانۍ نوره هم ښه اوسي.″

پتمن وویل، د پروګرام په دې مرحله کې به د هیواد د مختلفو سیمو دوه لکه تنه نورهم لیک لوست زده کړي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې د سواد د زده کړې پروګرام په دوه زره اتم میلادي کال کې، د هېواد د اتلسو ولایتونو په سلو ولسوالیو کې پیل شوي وو، چې چارې د دوه پنځوس افغان کارکوونکو له خوا پرمخ بیول کیدلې.

د پوهنې وزارت د یاد پروګرام د دوهمې مرحلې د چارو د پرمخ بیولو لپاره، د پروګرام له پخوانیو کارکوونکي یوه ازموینه هم واخیسته چې دا ځل به ترې یو سلو اتلس غوره کسان په دندو وګمارل شي.

د کونړ له ولایت څخه د سواد د زده کړې د پروګرام مسوول چې د پروګرام په نوې مرحله کې د کار کولو په مقصد امتحان ته حاضر شو، له چارو خوښ و او ازادي راډیو ته یې وویل:

″دا پروژه د کونړ په مرکزاو درې ولسوالیو کې جاري ده، په کومې ولسوالۍ کې چې زه کار کوم شپیته ټولګي لرو، ښوونکي یې پوره او په هر ټولګي کې شپیته تنه په زده کړو بوخت دي، د ښځو ونډه په کې لږه ده.″

دا پروګرام چې په درې مرحلو کې به په ټول هیواد کې پلې شي، د جاپان هیواد ورسره د اته دېرشو میلیونو امریکا ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده او په افغانستان کې د یونسکو د دفتر له خوا څارل کیږي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG