د افغانستان حکومت هڅه کوي، چې د کانونو د راايستلو له لارې اقتصاد ښه کړي. خو تر مځکې لاندې زېرمې له هغو پيسو سره ډير توپير لري، چې په بانکونو کې نقدې پرتې وي.
تشخيص، استخراج، د کار بشپړول، انتقال او خرڅلاو ډيرې سرمايې ته اړتيا لري او ډير وخت غواړي، دا د هغه هيواد لپاره اسانه نه ده، چې په دوه زره څوارلسم کال کې ترې بهرني ځواکونه وځي او يوازې يې د امنيتي چارو لګښت پنځه ميليارډه ډالر په يوه کال کې اټکل شوی دی.
که چيرته د افغانستان د نورو عوايدو له لارې د پوځ او پوليسو معاشونه پوره شي، د کانونو عوايد به بيا هم د افغانستان اقتصاد په پښو و نه دروي، ځکه چې ياغيان تاسيسات ورانوي، د تعليم په برخه کې يې ستونزې جوړې کړې دي او داسې باور کيږي، چې د بيکاري کچه به په دې هيواد کې څلويښت فيصدو ته لوړه شي.
رويټرز اژانس په دې اړه په کابل کې د سياسي څيړونکو د يوه مرکز د مشر توماس رټينګ خبره رااخلي، چې وايي، کانونه په افغانستان کې داسې دي لکه د سپينو زرو ګولۍ او يوازې افغان حکومت نه نړيواله ټولنه هم په همدې سترګه ورته ګوري.
کانونه ډېرې شخړې زېږولی شي:
نوموړي زياتوي، دا ښه خبره ده چې په افغانستان کې کانونه ډير دي، خو دا ضروري نه ده، چې د معدنونو استخراج د عادي خلکو ژوند ښه کړي او ډير کله د يوه کمزوري حکومت په ساحه کې کانونه ممکن ډيرو شخړو ته لاره پرانيزي.
افغان چارواکي په دې باور دي، چې په افغانستان کې د مس، وسپنې، تيلو، ګازو، سروزرو، سپينو زرو او يو شمېر نور زيرمو ارزښت په کال کې درې نيم ميليارډه ډالرو ته رسيږي.
له يوه کال راهيسې چې د سروزرو او مسو بيې تر بل هر وخت لوړې شوې دي د دغو کانونو اهميت هم په نړۍ کې زيات شوي دي.
په افغانستان کې د کانونو په برخه کې ډير معلومات لاهم د شوروي اتحاد د وخت دي او ګڼ جيولوجستان په دې باور دي، چې په دې برخه کې ډيرې سپړنې او تحقيق ته اړتيا شته.
يوه افغان امريکايي جيولوجست حسن اليف رويټرز اژانس ته وويل، د افغانستان د کانونو په برخه کې د دقيقو معلوماتو لپاره منابعو ته ضرورت شته.
په کاناډا کې د معادنو د برخې يو قانونپوه مکليوډ ډکسن وايي، په افغانستان کې وړې زيرمې هم په سلګونو مليونو ډالرو ته ضرورت لري او د سترو معدنونو لګښت بيا ميليارډونو ته رسيږي او څوک د افغانستان په څير هيواد کې چې امنيت ښه نه دي ډيره پانګونه نه کوي.

په افغانستان کې وړې زيرمې هم په سلګونو مليونو ډالرو ته ضرورت لري او د سترو معدنونو لګښت بيا ميليارډونو ته رسيږي او څوک د افغانستان په څير هيواد کې چې امنيت ښه نه دي ډيره پانګونه نه کوي.
مکليوډ ډکسن