ناروې او څو نورو اروپايي هېوادونو خپل هېواد ته د کم عمره افغان مهاجرو د ستنولو لپاره خبرې پیل کړي.
د ناورې این ټي پي خبري اژانس د دغه هېواد د عدلیې وزیر پال لونسیت له قوله وویل، چې په ځینو مواردو کې د کابل له چارواکو سره موافقې شوي دي.
د دې خبري اژانس له راپور سره سم د دواړو خواوو ترمنځ له څو میاشتو راهیسې خبرې روانې دي.
ویل شوي، چې د افغانستان له حکومت سره د سویډن په مشرۍ د بریتانیا، ډنمارک، ناروې او هالنډ له لوري خبرې روانې دي.
د دغو خبرو اصلي هدف دا دی چې هغه کمکي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستول شي چې د اروپايي هېوادونو په وینا یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي دي.
د دې موضوع په اړه عصمت څاروان په ناروې کې له یوه افغان ژورنالیست محمد عیسي ستانکزي سره خبرې کړي.
دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شي