د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

یو افغان پلاوی د استاد رباني د ترور د تحقیقاتو په اړه پاکستان ته روان دی


د سولې د عالي شورا پخوانی مشر استاد برهان الدین رباني دوه میاشتې مخکې په خپل کور کې ووژل شو.
د سولې د عالي شورا پخوانی مشر استاد برهان الدین رباني دوه میاشتې مخکې په خپل کور کې ووژل شو.
يو افغان پلاوی پاکستان ته روان دی، چې په دغه هېواد کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د وژل شوي مشر د ترور په اړه تحقيقات وکړي.

د پاکستان ولسمشر د اسټانبول په درې اړخيزه غونډه کې د افغانستان په غوښتنه پاکستان ته د تحقيقاتو لپاره د يوه افغان پلاوي له سفر سره موافقه کړې وه.

افغان چارواکو ويلي، چې د برهان الدين رباني د ترور پلان د پاکستان په کوټه کې جوړ شوی و.

خو پاکستان دا تور رد کړي و.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې افغان پلاوی به په څه ډول په پاکستان کې د برهان الدين رباني د ترور په اړه تحقيقات وکړي.

پاکستان بالاخره د اسټانبول په غونډه کې، چې د ترکيې په منځګړتوب جوړه شوې وه، خپل هيواد ته د افغان هيات له سفر سره موافقه وکړه.

پرون د ولسمشر کرزي ويندوی ايمل فيضي په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د افغانستان تحقيقاتي کميسیون پاکستان ته روان دی.

ده ونه ويل، چې په دې کميسون کې څوک شامل دي او يا دا چې په پاکستان کې به له چا سره وويني.

خو د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې په دې پلاوي کې، به د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت د رياست مقامات شامل وي.


د افغانستان ولسمشر د رباني له وژل کېدو وروسته ويلي وو، چې نور له طالبانو سره نه بلکې له پاکستان سره د سولې خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG