د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

په لیبیا کې د معمر قذافي زوی سیف الاسلام ونیول شو


د لیبیا موقت صدراعظم عبدالرحیم الکیب پرون په رسمي توګه د دې هېواد د پخواني وژل شوي واکمن معمر قذافي د زوی سیف الاسلام قذافي د نیول کیدو اعلان وکړ.

الکیب د زینتان په ښار کې خبریالانو ته وویل، چې سیف الاسلام به له عادلانه محاکمې سره مخ شي.

د سیف الاسلام د محاکمې غوښتنه په هاګ کې د جنګي جرمونونه نړېوالې محکمې هم کړې.

د جنګي جرمونو د نړېوالې محکمې یو لوړ پوړي څارنوال لویس مورینو ویلي دی به په نژدې راتلونکې کې لیبیا ته ولاړ شي او هلته به د لیبیا له چارواکو سره پر دې خبرې وکړي چې سیف السلام چېرې محاکمه شي:

(( ښه خبر دا دی چې سیف الاسلام نیول شوی دی، ځکه دا ډیره مهمه ده، موږ او قاضیان پر دې باور یوو چې سیف الاسلام د خپل پلار معمر قذافي سره په هغو بشر ضد جنایاتو کې تر نورو ډیر لاس درلود چې د فیبروري د اولسمې نېټې را وروسته په لیبیا کې د قذافي حکومت ترسره کړل.

نو دا ډیره مهمه ده، چې هغه ژوندی دی، نیول شوی او اوس به له محاکمې سره مخ کیږي، دا مهم خبر دی.))

اروپايي ټولنې هم پرون پر لیبیايي چارواکو ټینګار وکړ، څو سیف الاسلام د جنګي جنایاتو د نړېوالې محکمې سره په هم غږۍ محاکمه شي.

د امریکا متحدو ایالتونو بیا له لیبیايي چارواکوغوښتي چې له نوموړي سره دې انساني چلند ډاډمن کړي.
XS
SM
MD
LG