د اطلاعاتو او فرهنک وزارت یوځل بیا د مدرسې په نوم د یوه افغاني فلم له سانسورېدو سره مخالفت ښيي او وایي، چې د ایران په ګډون هیڅ هیواد نه شي کولی، چې له خپریدو دمخه دې د افغان فلمونو د خپریدو مخه ونیسي.
د دې وزارت مشاور جلال نوراني د موضوع په هکله د پخوا په شان یوځل بیا ازادي راډیو ته وویل، چې په دې فلم کې هېڅ داسې موضوع نه شته، چې د کوم هېواد یا ټولنې ارزښتونه دې زیانمن کړي.
نوراني د خپریدو دمخه د افغان فلمونو له سانسورېدو او له نه خپریدو سره مخالفت وښود او ویې ویل، چې د فلم جوړوونکی اسد سکندر کولی شي، چې د ده جوړ کړی فلم د هیواد په سینماګانو او تلویزیونونو کې خپور کړي.
″هر افغانی فلم چې د ایران یا کوم بل هیواد د ناراحتي سبب کېږي، څوک یې له خپریدو دمخه د سانسورېدو حق نه لري، ځکه چې په افغانستان کې، له خپریدو دمخه د یوه فلم د سانسورولو اصول نشته.″
د مدرسې په نوم افغاني فلم، افغان هنرمند اسد سکندر جوړ کړی او په پام کې وه، چې په تیره میلادی میاشت کې د کابل ښار د استقلال د لیسې په تالار کې خپور شي، خو ویل کېږي، چې په کابل کې د ایران سفارت په ځینو افغان ادارو زور اچولی، چې د خپریدو مخه یې ونیسي.
په دې فلم کې په ایران کې د یوې ماشومې افغانې کډوالې هیلې تصویر شوي، چې له ښوونځي او زده کړو سره یې لري خو د ایراني چارواکو له خوا ورته اسانیتاوې نه برابریږي.
د دې فلم نه خپریدل ډیرو افغانانو وغندله. حتی ولسي جرګې د اطلاعاتو او کلتور وزیر جرګې ته وروغوښت او د خلکو اعتراضونه یې ورسره شریک کړل. خو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د دې فلم له خپریدو سره هېڅ ډول مخالفت ونه ښود.
په ایران کې ګڼ شمیر افغانان او راستانه شوي کډوال وایي، چې ایراني چارواکي د دوی په خاوره کې د ډیرو افغانانو د فرهنګي فعالیتونو مخه نیسي.
خو په کابل کې د ایران د سفارت چارواکو له رسنیو سره په څرګندونو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره دا ډول چلند رد کړی دی.
راپور: خان محمد سیند