د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

د وسله والو له ګواښونو سره سره لویه جرګه پرانیستل شوه


ځايي اوسېدونکي خوښ دي او وايي، چې افغان ځواکونو د سیمې امنیت ډېر ښه نیولی دی.
ځايي اوسېدونکي خوښ دي او وايي، چې افغان ځواکونو د سیمې امنیت ډېر ښه نیولی دی.
د وسله والو مخالفینو له ګواښونو سره سره افغان امنیتي چارواکي او عام خلک د لویې جرګې لپاره له نیول شویو امنیتي تدابیرو ډاډه بریښي.

که څه هم امنیتي ځواکونو د جرګې سیمې ته نږدې سړکونه د ترافیکو او عامو خلکو پرمخ تړلي چې خلکو ته یې د تګ راتګ ستونزې پیدا کړي، خو بیاهم کابل ښاریان له دې وضیعته راضي دي.

″۱- هېڅ ستونزه نه شته ډېره ښه امنیت یې نیولی دی.

۲ – زما نوم رسول دی، د کابل ښار اوسېدونکی یم. امنیت ښه ټینګ دی، پولیسو، ملي اردو د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو کې امنیت ټینګ کړی، موږ ترې خوشحاله یو، له خلکو نه مې هیله دا ده، چې یو څو ورځې حوصله وکړي، د لارو د بندېدو نه دې نه خپه کیږي.

۳ – اوس په کارته پروان کې امنیت ښه ټینګ دی، حتی موږ نه پریږدي، چې خپلې کوڅې ته ننوځو، امنیت ډېر ښه دی. ″

په همدې حال کې افغان امنیتي چارواکي تاییدوي، چې مخالفینو د جرګې د ګډوډولو پلانونه درلودل خو زیاتوي چې دوی هغه پلانونه خنثی کړي دي.

یو تن ځان وژوونکی ووژل شو:

د دوشنبې په ورځ د پل تخنیک سیمې ته نږدې امنیتي کسانو یو کس په ډزو وواژه, چې غوښتل یې جرګې ته نږدې ځان والوزوي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په کابل ښار کې ښه امنیتي تدابیر نیول شوي او دوی توانیدلي، چې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه شنډ کړي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل :

″په کابل ښار کې امنیتي حالت بیخي ښه دی، په ټول هیواد کې پولیس خپلو دندو ته دوام ورکوي او تراوسه کومه امنیتي پیښه نه ده رامنځ ته شوې.

د پلان له مخې په کافي اندازه پولیس ملي اردو او د ملي امنیت ځواکونه په کابل ښار کې ځای پرځای شوی او زه دا ډاډ ورکوم چې دغه ځواکونه به د جرګې د امنیت د ټینګولو لپاره هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.″

دوی ډیره هڅه وکړه، چې د لویې جرګې د جوړیدو مخه ونیسي او شااوخوا یې امنیتي ستونزې پیدا کړي، خو له نیکه مرغه د افغان امنیتي ځواکونو د ګډو هڅو په ترڅ کې، د دوی ټول پلانونه شنډ شول او دوی ته هیڅ لاره نشته، چې د لویې جرګې امنیت ګډوډ کړي او کومه ستونزه رامنځ ته کړي.

مشعل

په ورته وخت کې د ملي امنیت ریاست هم وایي، چې په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیولي.

د دغې ادارې ویاند لطف الله مشعل ازادي راډیو ته وویل، چې وسله وال مخالفین به ونه توانیږي د لویې جرګې امنیت ګډوډ کړي.

″د افغانستان د خلکو د ښمنان له ټولو هغو کارونو سره مخالف دي، چې د هېواد او امنیت په ګټه وي.

دوی ډیره هڅه وکړه، چې د لویې جرګې د جوړیدو مخه ونیسي او شااوخوا یې امنیتي ستونزې پیدا کړي، خو له نیکه مرغه د افغان امنیتي ځواکونو د ګډو هڅو په ترڅ کې، د دوی ټول پلانونه شنډ شول او دوی ته هیڅ لاره نشته، چې د لویې جرګې امنیت ګډوډ کړي او کومه ستونزه رامنځ ته کړي.″

دودیزه لویه جرګه د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي په وینا پرانستل شوه او ټاکل شوې څلور ورځې دوام وکړي.

د جرګې د جوړولو د کمیسیون مسوولینو ویلي چې په دې جرګه کې شااوخوا دوه زره کسانو ګډون کړی او ټاکل شوې، چې په کې له وسله والو مخالفینو سره د سولې او له امریکا سره د ستراتيژیک سند په لاسلیکولو مشورې وشي.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG