د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

زاهد: د غزني ښار د امنیت د انتقال پروسې ته چمتو دی


د غزني ولایت د امنیې قومندان زړور زاهد
د غزني ولایت د امنیې قومندان زړور زاهد
غزني د کابل - کندهار پر لویه لار د یوه ستراتیژیک موقعیت لرونکی ولایت دی، چې چارواکي وايي، ښايي یوازې د ښار امنیت یې د انتقال د پروسې په راتلونکي پړاو کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

غزني چې تر دې وروستیو پورې یې امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بلل کیده او د طالبانو د پراخو فعالیتونو راپورونه ترې ور کول کیدل، اوس یې چارواکي ادعا کوي، چې په امنیت کې یې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

د دې ولایت د امنیې قومندان زړور زاهد له ازادي راډيو سره په یوې مرکې کې د ټول غزني امنیتې وضعیت نورمال وباله او ويې ویل، چې د غزني د ښار امنیت د انتقال پروسې ته چمتو دی:

″د خدای په فضل، د غزني په مرکز او ولسوالیو کې امنیت نورمال دی. مخکې مو هم د وطن دفاع کړې، اوس یې هم کوو او د امنیتي مسوولیت تر انتقال وروسته یې هم کوو.

پوره چمتو والی ورته لرو، هېڅ ستونزه نه لرو، هم د پرسونل، هم د تعلیم او تربیې او هم د اکمالاتو په برخه کې مو پرمختګ کړی دی، ښه وسایط او تجهیزات هم لرو او غزني ناامنه ولایت نه دی.″

په غزني کې امنیت:

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په غزني کې یې کومه ناامنه سیمه تر سترګو کیږي، د امنیې قومندان وویل، هر ځای ته چې موږ وغواړو تللای شو او یو فراري وسله وال مخالف نیولای شو.

د غزني د ښار د امنیتې وضعیت په اړه ددې ولایت والي هم ډاډ ښيي.

موسی خان اکبرزاده وايي، په روان لمریز کال کې تراوسه پورې په غزني ښار راکټي حمله نه ده شوې په داسې حال کې چې تیر کال هره ورځ او یا هم هره اونۍ کیدله او نه هم ځان وژونکې حمله شوې.

خو د غزني د نورو سیمو د امنیت په اړه د دې ولایت د والي او امنیې قومندان په نظرونو کې توپیر موجود دی.

د امنیې قومندان د څرګندونو پر خلاف والي اکبرزاده له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ومنله چې یو شمیر ولسوالۍ ناامنه دي:
د غزني ولایت والی موسی اکبرزاده
د غزني ولایت والی موسی اکبرزاده

″په دغو دولسو ولسوالیو کې هم د بهبود خوا ته روان یو. اندړ چې د ناامنو له ولسوالیو له جملې څخه وه، اوس یې د امن خوا ته ډېر پرمختګ کړی دی، پخوا د اندړو ولسوال په قطار کې نه شو تلای، خو اوس پر یو موټرسایکل او موتر کې اندړو ته سفر کوي.

په ناامنو ولسوالیو کې د دوه دریو نومونه اخیستلای شم، چې یو یې د اجرستان ولسوالۍ ده، چې له موږ نه ۲۰۰ کیلومتره لرې ده، د رشیدانو ولسوالۍ به لږ څه نا امنه وي، زنه خان ولسوالۍ به لږه نا امنه وي.″

بل خوا د غزني د ولایتي شورا یو شمیر غړي که څه هم د غزني ښار د امنیت انتقال ته اماده بولي خو وايي، په اوسنیو شرایطو کې به یې د نورو سیمو د امنیت انتقال یوه تیروتنه وي.

د غزني د ولایتي شورا غړی عبدالجامع جامع ازادي راډیو ته وویل، د یو شمېر هغو ولسوالیو امنیت ښه نه دی چې پولیس او بهرني ځواکونه په کې کم دي.

هغه د ناوې ولسوالۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل، د څلورو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې ده:

څلور کاله کیږي د ناوې ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې ده:

″د ناوې ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده، په زنه خان ولسوالۍ کې امنیت سم تامین نه دی، په رشیدانو کې امنیت تامین نه دی او په اب بند ولسوالۍ کې، خو په نورو ولسوالیو کې امنیت ډېر ښه شوی دی.

څلور کاله کیږي، چې د ناوه ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده، حکومت باید دا ونیسي، ځکه دا ولسوالۍ یو ستراتیژیک موقعیت لري، په دې لار کې کومه امنیتي پوسته نه شته، ځکه له پاکستان سیده طالب غزني په همدې لار راځي.″

غزني ولایت ته د یوه لڼد سفر په ترڅ کې مو دا موقع ترلاسه نه کړه، چې په ښار کې له خلکو سره خبرې وکړو.

خو یوازې له یوه کس سره مو چې لنډې خبرې وکړې، هغه د غزني ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه وښودله.

پنځه پنځوس کلن فیض محمد چې ویل، یې په ښار کې نانوايي لري، وویل، د ولسوالیو امنیت خو پرځای پریږده، آن د غزني په ښار کې هم وژنې او اختطافونه کیږي.

که څه هم د غزني د امنیتي وضعیت په اړه چارواکي ډاډ څرګندوني خو که ښه شوی هم دی، ښايي هومره به نه وي، چې د خلکو د ډاډ سبب شي.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG