د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

ایران:د عرب لیګ پریکړې د سوريي ستونزې لا پيچلي کوي



د ایران خبري رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند رامین مهمانپرست له قوله ویلي چې وایي، عربي ټولنې د سوریي په اړه دغه پریکړه په داسې حال کې کړې چې بهرني ځواکونه د سوریي په کورنیو چارو کې د مداخلې هلې ځلې کوي.
د ایران خبري رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند رامین مهمانپرست له قوله ویلي چې وایي، عربي ټولنې د سوریي په اړه دغه پریکړه په داسې حال کې کړې چې بهرني ځواکونه د سوریي په کورنیو چارو کې د مداخلې هلې ځلې کوي.
ایران وایي، د سوریي په اړه د عربي ټولنې وروستۍ پریکړه چې د دې هېواد غړیتوب یي کړی، په دې هېواد کې د ستونزو له هواري سره مرسته نه کوي بلکه لایي پیچلی کوي.

عربي ټولنې یا عرب لیګ وروسته له هغې په دې ټولنه کې چې ۲۲ غړي لري، د سوریي د غړیتوب د تعلیق په اړه پریکړه وکړه چې سوریي د عربي ټولنې له یوه هیت سره د شوي موافقې سره سره د مظاهره چیانوځپلو ته دوام ورکړي.

د شوي موافقې له مخې سوریي منلې وه، چې ټول ځواکونه به د ښارونو له واټونو باسي، بندیان به خوشې کوي او له مخالفانو سره به خبرې کوي.

د عربي ټولنې دغه پریکړه به چې له مخې یي پر سوریي یو لړ بندیزونه لګول کیږي، د نومبر له ۱۶ نېټې څخه عملي بڼه غوره کوي.

د ایران خبري رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند رامین مهمانپرست له قوله ویلي چې وایي، عربي ټولنې د سوریي په اړه دغه پریکړه په داسې حال کې کړې چې بهرني ځواکونه د سوریي په کورنیو چارو کې د مداخلې هلې ځلې کوي. هغه په سوریه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ډیالوګ او د نورو سوله ییزو اقداماتو غوښتنه وکړه.

ایران چې په سیمه کې د سوریې نژدې متحد دی، که څه هم په عربي هېوادونو کې د وروستیو پاڅونونو ملاتړ کړي خو په سوریه کې د راپورته شوي پاڅون په مسله کې یي د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم په ملاتړ غږ پورته کړی دی.

په عین حال کې سوریې په عربي ټولنې غږ کړی چې د نومبر له ۱۶ دمخه دی اظطراري غونډه وکړي.

داسې ښکاري چې سوریه هڅه کوي په دې ټولنه کې د خپل غړیتوب د تعلیق مخه ونیسي.

د عربي ټولنې د دغه اقدام په عکس العمل کې د تیری شنبې په ورځ په دمشق کې د سعودي عربستان، فرانسې او ترکیې پر سفارتونو حملی وشوې.

متحده ایالاتو، فرانسې او بریتانیا چې له قدرته یي د بشارالاسد د لیری کېدو غوښتنه کړې، د عربي ټولنی دغه اقدام ستایلې دی.

د سوریی ټلویزیون وویل، د عربی ټولنی د غونډی لپاره په دی خاطر وړاندیز کوی چې په عربی نړۍ کې د روانو پاڅونونو او د هغو دمنفی عواقبو په اړه خبری وکړی.

د عربی ټولنی عمومی منشی نبیل العربی دغه راز وویل چې د عربی ټولنی چارواکې به د راتلونکې سه شنبه په ورخ به د سوریې د اپوزیسیون د ډلو له استازیوسره وګوري خو العربی چې په دی اړه یی د لیبیا په پایتخت طرابلس کې یی په یوی خبری غونډه کې خبری کولی د یوی پوښتنی په ځواب کې وویل چی دا به له وخته مخکې وی په سوریی کې دننه د اپوزیسیون ډله دی د دی هیواد د یوی قانونی ادارې په توګه په رسمیت وپیژندل شی.

تر اوسه نده څرګنده چې عربی ټولنه به د سوریی دغه وړاندیز ته څه ډول ځواب ووایی. دا عربی ټولنه وه چې د لیبیا د غړیتوب د تعلیق په اړه یی پریکړه کړی وه او له ملګروملتونو یی غوښتی وچې په دی هیواد کې د ملکي وګړو د ساتنی لپاره د پروازونو ممنوعه زون رامنځ ته کړی.

د عربی ټولنی دغی پریکړی د ملګروملتونوله امنیت شورا دی ته هڅولی وه چې د ملکې وګړو د ساتنی په هدف د ناتو د هوایی عملیاتو د کمپاین ملاتړوکړی.

د ناتو دغه ماموریت د لیبیا له وسله والو مخالفانوسره مرسته وکړه چې د دی هیواد پخوانی واکمن معمر قذافی له واکه لیری کړی او وروسته یې ووژنی.

که څه هم عربی ټولنی د سوریی په اړه د شنبی د ورځی په پریکړه کې په دی هیواد کې د پوځی مداخلی غوښتنه نده کړی خوهغه په سیمه کې د سوریې د ځپونکو اقداماتو په وړاندې د مخ په زیاتیدونکو اعتراضونو څرګندونه کوی.

ملګروملتونو ویلی چې له اتو میاشتو راهیسی چې په سوریه کې د رژیم ضد مظاهری پیل شوی، دری نیم زره کسان وژل شوی دی.
XS
SM
MD
LG