د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۶

"د کابل او دهلي ملګرتیا د سیمې لپاره مهمه ده"


خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د درې واړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې ځینو پرمختګونو ته اشاره کړې او د افغان ولسمشر په حواله یې لیکلي، چې د کابل او دهلی ملګرتیا د سیمې لپاره مهمه ده.

ورځپاڼه د ښاغلي کرزي په حواله دا هم لیکي، چې افغانستان او هند به د سیمې او په تیره بیا د کابل، دهلي او اسلام اباد ترمنځ د همکارۍ د ښه فضا د رامنځ ته کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

خدمتګار د پاکستان د صدراعظم دا خبرې هم راخستي، چې ویلي پاکستان چمتو دې، له افغانستان او نورو نړیوالو ملګرو سره په ګډه کار وکړي او له دې لارې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ګډ هدفونه ترلاسه کړي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د سارک په سرمشریزه کې د افغان ولسمشر وینا ته ځانګړې کړې.

ورځپاڼې لیکلي، چې افغان ولسمشردا باور څرګند کړې، چې په ګډه کولې شي د سیمې امنیتي ننګونې له منځه یوسي او دا کار نه یوازې د سیمې په کچه د ثبات د ټینګښت لپاره موثره دې، بلکه په نړۍ کې د ثبات او د بشریت د بقا سبب ګرځي.

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د سارک په سرمشریزه کې ددې ټولنې د مشرانو څرګندونو ته ځانګړې کړې.

ورځپاڼې لیکلي، چې افغان ولسمشر یو ځلې بیا دا ډاډ ورکړ، چې له امریکا او هند سره د افغانستان ستراتیژیکي اړیکې به د هیڅ یو ګاونډي هیواد په زیان نه وي، بلکه دا اړیکې به په سیمه کې د ثبات اسباب برابر کړي.

د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په اړه د مشورې لپاره د لوی جرګې د جوړولو په اړه وروستي پرمختګونه بله مهمه مسئله ده، چې د کابل ځینو ورځپاڼو پرې بحثونه کړي.

سرنوشت په خپله سرلیکنه کې د لوی جرګې له جوړولو سره د ځینو کړیو په مخالفتونو بحث کړې او لیکلي، چې تر ډیره دا مخالفتونه سیاسي او تخریبي بڼه لري.

ورځپاڼه لیکي، چې قانون ولسمشر ته دا واک ورکړې، چې د ځینو مهمو مسئلو په اړه له ولس سره مشوره وکړي او د ورځپآڼې په وینا کوم ښاغلي، چې د مخالفت چغې وهي دا دې په ګوته کړي، چې د قانون په کومه برخه کې راغلي، چې ولسمشر دا حق نلري.

خدمتګار بیا ددې جرګې په وړاندې ځینو شتو ستونزو ته کتنه کړې، چې له مخې یی د ورځپاڼې په وینا ښایی ډیر کم خلک پکې ګډون وکړي.

د ورځپآڼې په وینا په دولت د خلکو بې باوري، له جرګې سره د ځینو کړیو مخالفتونه او د وسله والو مخالفینو ګواښونه هغه څه دي، چې ممکن په جرګه کې د خلکو د ګډون کچه راټیټه کړي.

هیواد لیکلي بیا لیکلي، چې د لوی جرګې د جوړولو کمسیون د جرګې لپاره روانې تیارۍ قانع کوونکي بللې او سپارښتنه یی کړې، چې د عامه پوهاوي پرواګرامونه باید ګړندۍ شي.

دې ورځپاڼې هم ځینو هغو مخالفتونو ته کتنه کړې، چې د جرګې په اړه موجود دي، خو د ورځپاڼې په وینا کمسیون دا مخالفت د نا پوهۍ زیږنده بللي.

ویسا خپلواکې ورځپآڼې بیا د لوی جرګې د جوړولو په وړاندې شتو مخالفیتونو ته په اشارې دا سپارښتنه کړې، چې اوس باید دا جرګه جوړه او د راتلونکې په اړه مسولانه پریکړه وکړي.

ورځپاڼې پدې ترڅ کې د ملي جبهې د ایتلاف دریځ ته هم کتنه کړې، چې اوس اوس یی خپل موجودیت اعلان کړې او لیکلي، چې دا جبهه تر ډیره د بهرنیو لخوا دیکته کیږي.
XS
SM
MD
LG