د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

افغان حکومت د امریکا د ملکي مرستو پر کمولو اندېښمن دی


افغان حکومت له امریکا څخه غواړي، چې په ملکي برخه کې د خپلو مرستو د کمولو پر پرېکړي له سره غور وکړي، دا ځکه چې په افغانستان کې لا اوس هم بنسټیز کارونه نیمګړي پاته دي.

امریکا له افغانستان سره یو له سترو مرسته کوونکو هېوادونو بلل کیږي، چې په تیرو لسو کلونو کې یي له افغانستان سره په ملکي او پوځي برخو کې په میلیارډونو ډالره مرسته کړې ده.

د افغان حکومت د رسنیو مرکز وايي، په اوسنیو حالاتو کې امریکا باید له افغانستان سره په ملکي برخو کې د مرستو د کمولو پر ځای خپلې مرستې زیاتې کړي.

د دې مرکز مشر ډاکتر محمد حکیم عاشر له ازادۍ راډیو په خبرو کې د افغان حکومت اندېښنه داسې څرګنده کړه:
(موږ غواړو چې امریکا د اوسني حالت پر اساس باندې د افغانستان په انکشافي برخه کې خپلې بودیجه زیاته کړي او افغانستان اوس هم ډیر اړتیا لري خصوصا په ملکي برخو کې لکه د بریښنا د تولید په برخه کې، د سړکونو په بیا رغونه کې نو موږ غواړو چې امریکا باید خپلې مرستې جاري وساتي.)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وروستي راپور کې، چې په افغانستان او پاکستان کې یي د ملکي هڅو په خاطر کانګرس ته لیږلي، ویلي په 2010 کال کې امریکا له افغانستان سره په ملکي او بشري برخه کې 4.1 میلیارډ ډالره مرسته کړې وه او روان کال یي دغه مرسته 2.5 میلیارډ دالره ته راکمه کړې ده.

په دغه راپور کې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دفتر خپور کړی، دا هم ویل شوي، دغه مرستې یوازې په ملکي برخو کې شوي نه په پوځي برخو کې.

په راپور کې لیکل شوي، چې تر 2014 کال پورې امریکا او ملګري یي نیت لري، چې د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو کې په میلیارډونو ډالره نور ولګوي.

د راپور په یوه بله برخه کې د امریکا د بهرینو چارو وزارت اندېښنه ښوولې، چې تر دې وروسته به هم روان تاوتریخوالی، په ملکي برخو کې د وړتیا وو کمښت، له ښځو سره ناوړه چلند، د افغانستان د کلنۍ بودیجې ټیټوالۍ د لویو ستونزو په توګه پاته کیږي.

د سیاسي چارو افغان پوهان بیا په ملکي برخو کې د امریکا د مرستو کمولو علت د افغان حکومت او امریکا تر منځ ترینګلي حالات او په امریکا کې راپورته شوی اقتصادي ناورین بولي.

محمد یونس فکور ازادۍ راډیو ته وویل:

(هغه خواشیني چې ددوي او د افغانستان د حکومت د ادارې ترمنځ راغلی ده هغه دادې چې ددې مرستو په اهمیت باندې نه پوهیږي، احسان پر ځان نه مني دبلې خوا څخه پر بدو جهتونو مصرفیږي، حیف او میل کیږي ځکه دوي خپل کانګرس ته ځواب ورکړي یو عکس العمل وښيي او هغه عکس العمل يي همدا دی چې کمې يي کړي چې افغان حکومت تر فشار لاندې راشي تر هغو چې اصلاحات راولي،فساد له منځه یوسي او بانکونه شفاف کړي دا زموږ پر حالت باندې بد اغیز غورځوي.)

په تیرو لسو کلونو کې د امریکا تر څنګه نورو هېوادونو او ټولنو هم له افغانستان سره په میلیارډونو ډالره مرستې کړي، چې دغه پیسې په پروژو لګول شوي، ملکي او پوځي کارکوونکو ته معاشونه ورکول شوي او پر نورو مهمو برخو لګول شوي.

د سیاسي چارو کتونکې وايي، افغان حکومت د نړېوالو مرستې په سمه توګه نه دي لګولي او لازم او بنسټیز کارونه او پروژې لا هم پر خپل حال پاته دي.

دوي وايي، افغان حکومت باید له دغو پیسو څخه په هغه ډول ګټه اخیستې وای، چې نن پر خپلو پښو ولاړ وای او د پردیو مرستو ته اړ نه وای.

افغان حکومت بیا وايي، له مرسته شوو پیسو څخه په بېلابېلو برخو کې ډیره ګټه اخیستل شوې ده.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG