د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۷

سارک تل د هند او پاکستان د اختلافاتو تر سیورې لاندې راځي


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره په مالدیف کې د سارک ټولنې په سرمشریزې او د افغان حکومت په وړاندې د یو بل اپوزسیون د دریدو په اړه مطالب خپاره کړي، چې حمید مومند په لاندې راپور کې رانغاړلي دي.

افغانستان:

افغانستان نا دولتي ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې که څه هم د سارک ټولنه د سمیې یوه مهمه اداره بللې، خو لیکلي، چې ډیر کله د دې ټولنې غونډې د هند او پاکستان ترمنځ د شتو اختلافاتو تر سیورې لاندې راځي.

ورځپانې دا اندیښنه په داسې حال کې څرګنده کړې، چې نن د دې ټولنې اوولسمه سرمشریزه په مالدیف کې پرانیستلې کیږي، چې په کې افغان ولسمشر هم ګډون کوي.

ورځپاڼې لیکي، چې افغانستان په سیمه کې خپل جغرافیایي موقعت ته په کتو سره هیله مند دې، چې په دې غونډه کې د سیمې د هېوادونو پاملرنه ځان ته راجلب کړي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د سارک ټولنه د ملګرو ملتونو او د نورو نړېوالو ادارو سره ښې اړیکې لري او د امریکا، چین، ایران او اروپایي ټولنه کې د څارونکو په توګه ونډه لري.

اوټ لوک:

اوټ لوک انګلیسي ژبې ورځپاڼې بیا تر ډیره په هغو مسایلو تمرکز کړې، چې تمه ده د سارک په دې سرمشریزه کې د افغانستان له خوا مطرح شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې افغان ولسمشر به دې غونډې ته په خپله وینا کې په سیمه کې او په تیره بیا په جنوبي اسیا کې د سیاسي، کلتوري، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو د پراختیا په اړه د افغانستان نظر څرګند کړي.

د سیمې په کچه د امنیتي همکاریو پراخول بله مهمه مسئله ده، چې د ورځپاڼې په وینا په دې غونډه کې به تر بحث لاندې ونیولې شي.

ورځپاڼې په یو جلا تحلیلي مطلب کې بیا دا هیله څرګنده کړې، چې د سارک دغه کلنۍ سرمشریزه به په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د سیمه ایزې همکارۍ په پراخولو کې مهم رول ولوبوي.

دې ورځپاڼې هم د هند او پاکستان ترمنځ شتو مسایلو ته په پام سره، چې ډیر کله د سارک ټولنې غونډې تر سیورې لاندې وړي، سارک ته سپارښتنه کړې، چې په سیمه کې نور مسایل هم شته، چې باید تمرکز پرې وشي.

که څه هم ورځپاڼې د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا لپاره د هند او پاکستان رول مهم بللې او دا دواړه یي د سیمې مهم هېوادونه توصیف کړي دي.

د افغان حکومت په وړاندې د یو بل اپوزسیون میدان ته راوتل بله مهمه مسئله ده، چې ځینو ورځپاڼو راخیستې.

افغانستان:

افغانستان لیکلي، چې دغه اپوزسیون د ملي جبهې ایتلاف نومیږي، چې په کې ځینې پخواني چارواکي او د ملي شورا د غړو سربیره جنرال دوستم او د ولسمشر پخوانې لومړې مرستیال هم شامل دي.

ورځپاڼه لیکي، چې له حاجي عبدالظاهر قدیر سره هم خبرې روانې دي، څو له دغه ایتلاف سره یو ځای شي.

د ورځپاڼې په وینا دغه ایتلاف په افغانستان کې ځینې ځانګړې اهداف تعقیبوي، چې په هغو کې د چارو غیر مرکزي کول او د ریاستي نظام په پارلماني نظام بدلول هم شامل دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د دې ترڅنګ دا ایتلاف غواړي، چې په انتخاباتي نظام کې هم بدلون راولي او د رایو د ورکولو موجوده سیسټم له منځه یوسي.
XS
SM
MD
LG