د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

ترکیه:د زلزلې له امله په لسګونو خلک له ودانیو لاندې دي


د ترکیې په ختیځ کی پرون د یوې زلزلې له امله د دووهوټلونو او نورو ودانیو د نړیدو په نتیجه کې درې تنه مړه او لسګونه نور د نړېدلو ودانیو تر خاورو خښتو لاندې شوي دي.

د امریکا د جیولوژي مطالعاتو مرکز وویل، دغې زلزلې چې د ترکیي د وان ښار جنوب ته په ۱۶ کیلومتری کې یي سیمه ځپلې، شدت یي د ریختر په اندازه ۵،۷ و.

دولتي ټلویزیون وویل، چې دغې زلزلې په وان ښار کې د دوو هوټلونو په شمول لږ تر لږه اوه ودانۍ نړولي او د سیمي په نورو برخو کې یي هم ۱۴ تاسیسات ویجاړ کړي دي.

د خبر له مخې لږ تر لږه سل کسان به د نړېدلو ودانیو له خاورو خښتو لاندې بند پاتي وي.

تر اوسه د دوو هوټلونو له نړېدلو ودانیو لاندې یولس کسان ژوندي را ایستل شوي دي.

څه باندې دوه اونۍ مخکې هم په وان کې زلزله شوې وه، چې له امله یي تر۶۰۰ زیات خلک مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي و.
XS
SM
MD
LG