د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

د ایټالیا صدراعظم له خپلې دندې استعفی کوي


د ایټالیا صدراعظم دا منلې، چې له خپل موقف څخه به استعفی ورکړي، خو په دې هیواد کې تر هغه وروسته، چې د ده د حکومت له خوا د سختو اقتصادي مقرراتو په اړه پلان د پارلمان له خوا تصویب شي.

دا پروګرام د اورپايي اتحادیې له خوا جوړ شوی، ځکه چې د ایټالیا د اقتصادي بحران په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.

ټاکل شوې، چې د ایټالیا پارلمان د یاد شوي پروګرام په اړه د روانې میلادې میاشتي په ترڅ کې رای ورکړي.

د ایټالیا د جمهور رییس، جورجیو ناپولیتانو، د دفتر له خوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي برلاسکوني دا منلې چې له خپل موقف څخه استعفي ورکړي.

د ایټالیا جمهور ریس یو ساعت تر هغه وروسته له برلاسکوني سره وکتل، چې حکومت یې د اکثریت رایو په ګټلو کې پاتې راغي.

پینځه اویا کلن برلاسکوني څه باندې له شلو کالو راهیسې د ایټالیا مشري کوي او په دې وورستیو کې له بیلابیلو تورنو او انتقادنو لکه جنسي بد چلند، له قانونه سرغړاوي او سیاسي نیوکو سره مخامخ دی.

همداشان داسې شکونه موجود دي چې ممکنه ده، په داسې یوه وضعیت کې چې ایټالیا له جدي اقتصادي خطرونو سره مخامخه ده؛ دی به یې مشري ونه شي کړای.

د ایټالیا د ډیموکراټ ګوند مشر، چې په مستقیمه توګه یې برلاسکوني مخاطب و، پرون په پارلمان کې یو وار بیا له هغه وغوښتل، چې استعفی ورکړي.

″که لږ هم د ایټالیا د خلکو پر وړاندې د مسوولیت حس په تاسو کې وي، نو لطفاً استعفی ورکړﺉ. موږ خپله خپل مسوولیتونه په غاړه اخلو موږ دا مسوولیتونه د خپل هیواد لپاره اخلو.″

د برلاسکوني حکومت پرون په پارلمان کې عمده رایې وګټلې، خو په پارلمان کې د ټول اکثریت یعنې ۳۱۶ کرسيو په ګټلو کې پاتې راغی.

کار پوهان وايي، ایټالیا اوس له هغسې ستونزو سره چې اوس یونان، ایرلنډ او پرتګال ورسره مخامخ دي، د نیژدې کیدو په حال کې ده.

تر دې دمخه په مالي او اقتصادي برخه کې د اورپایي اتحادیې کمیسار ″اولې ریهن″ ویلي وو، د ایټالیا د اقتصادي وضعیت په اړه اندیښنې د دې سبب شوي، چې دا اتحادیه د ایټالیا له مالي مسایلو څخه د څارنې لپاره یو هیات دې هیواد ته واستوي.

د هغه په وینا دا پرېکړه د شلو بډایو هیوادنو د مشرانو په غونډه کې چې په دې وروستیو کې د فرانسي د کن په ښار کې وشوه شوې ده.

″د ایټالیا مالي او اقتصادي وضعیت ډیر د اندیښنې وړ دی او موږ غواړو، چې له ایټالیا سره د دقیقیې څارنې له لارې مرسته وکړو، له همدې امله خپل هیت روم ته لیږو.″

ریهن همداشان وویل، ایټالیا د خپل هیواد د پورونو د کمولو لپاره د خلکو ملاتړ ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، مطمین دی، چې په ایټالیا کې به سیاسي ثبات بیرته راشي.

که څه هم چې برلاسکوني به د ایټالیا له مشرتابه څخه لرې شي، خو هیڅ ډول ضمانت نشته، چې هغه اصلاحات چې اورپایي اتحادیه یې غواړي سمدستي به پلې شي او د پانګوالو اطمینان به ترلاسه شي.
XS
SM
MD
LG