د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

امانو: ایران د اټمي وسلو د جوړولو هڅې پیل کړې دي


د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې د ادارې مشر یوکیا امانو
د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې د ادارې مشر یوکیا امانو
د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې د ادارې په یوه نوي راپور کې راغلي، چې ایران د اټمي وسلې پر جوړولو کار کړي او په دې ارتباط یې څیړنې او تجربې هم کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکوي، چې د اټمي انرژي د نړیوالې ادارې مشر، یوکیا امانو ویلي، لاس ته راغلي اطلاعات دا ښیي، چې ایران د اټمي انفجاري موادو د پراختیا په ارتباط فعالیتونه تر سره کړي دي.

په راپور کې راغلي د ایران ځينې اټمي فعالیتونه سوله ایزهدف لري خو د دې هیواد ځیني نور اټمي فعالیتونه په ځانګړې توګه د اټمي وسلې د جوړولو په هدف تر سره کیږي.

د نړیوالی اټمي انرژۍ د ادارې په راپور کې راغلي، ممکنه ده، چې د تهران دا فعالیتونه تر اوسه هم جریان ولري.

تر دې خبرو لادمخه د ایران ولسمشر د ملګر وملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې مشر یو امریکایي لاسپوسی و باله.

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد چې د دولتي تلویزیون له لارې یې وینا کوله وویل، د اټمي انرژۍ د څارنې د ادارې مشر، یوکیانا امانو، هغه کاغذونه اخلي، چې د امریکايي چارواکو له خوا ده ته ورکول کیږي.

″زه متاسف یم، چې داسې یو څوک یې د اټمي ادارې د مشر په توګه کښېنولی، چې له ځانه هېڅ کوم اختیار نه لري. حتی د اټمي انرژۍ د ادارې قوانین تر پښو لاندې کوي.

امریکایانو څو پاڼې په لاس وکړي او دا هم هر کله خبري کوي، نو راشه یو راپور د امریکا په اړه خپور کړه، د امریکا د دوستانو په اړه ریپورټ خپور کړه.

احمدي نژاد بیا د ایران دا ادعا تکرار کړه، چې دا هیواد د اټمي وسلو په جوړولو کې ښکیل نه دی او زیاته یې کړه دا کار به د اټمي سوله ایزې فعالیتونو له چوکاټه بهر نه شي.

د دې راپور خپریدو روسیه هم قهرجنه کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې راغلي د دې راپور خپریدل به تهران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادنو تر منځ اړیکې لا خرابې کړي.

بله خوا د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې راپور د مطالعې لپاره ډیر وخت ته اړتیا ده.

د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ″ویکتوریا نولانډ″ په دې اړه سمدستي د کومې تبصرې له کولو ډه ډه وکړه، خو د سپینې مانۍ ویاند ″جې کارني″ لا دمخه ویلي وو، لا هم د ایران د اتومي پرګرامونو پرضد د عملیاتو امکانات شته.

کارني زیاته کړه، خو له دې سره سره بیا هم واشنګتن هڅه کوي، چې پر ایران خپل ډیپلوماتیک فشار ته ادامه ورکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الین ژوپې وړمه وویل، چې پاریس د ایران اټمي پروګرام ته ډيره اندیښنه لري، خو د ایران پرضد له عملیاتو سره مخالفت کوي.
XS
SM
MD
LG