د عنعنوي لویې جرګې د کمیسون د تنظیم مقاماتو د جرګې د جوړولو وخت تېره اوونۍ اعلان کړ.
د دوی په وینا په دې لویه جرګه کې به د ټولو ولایتونو، مدني ټولنو او ښځو شاوخوا دوه زره استازي برخه ولري.
ظاهراً د دې دودیزې لویې جرګې د جوړېدو هدف د امریکا له متحدو ایالتونو سره د ستراتیژیک تړون په اړه پرېکړه بلل شوې ده.
نن رویټرز خبري اژانس د امریکايي مقاماتو له قوله ویلي چې د دې تړون یا سند په سلو کې نوي کار بشپړ شوی او دواړو خواوو توافق پرې راغلی دی خو لا هم د شپې په مخه د چاپو او د افغانستان په خاوره کې د بهرنیو ځواکونو د محبسونو پرسر اختلاف په خپل حال پاتې دی.
د ولسي جرګې غړي، چې له اساسي قانون سره سم په اتومات ډول د لویې جرګې غړیتوب لري، په دې جرګه کې د ګډون او نه کډون پر سر یوه خوله نه دي.ځیني وايي په لویه جرګه کې ګډون کوي او ځیني له سره دا جرګه غیرقانوني بولي.
ځیني شک کوي چې حکومت به په لویه جرګه کې د ستراتیژیک تړون او د افغانستان په خاوره کې د امریکا د پوځي اډو په څنګ کې ځیني نورې مسلې هم مطرح کړي.
د دولت له وسله والو مخالفانو سره د خبرو موضوع هم د عنعنوي لویې جرګې په اجنډا کې شامله مسله بلل شوې.
د ولسي جرګې غړی سعادتی
د لویې جرګې د تدویر د کمیسون د دارلانشا د مطبوعاتي او کلتوري کمېټې مسوول صفی الله زیر ځیر
د ویسا ورځپاڼې مسوول مدیر زبیرشفیقی
د عنعنوي لویې جرګې د کمیسون ویندویه صفیه صدیقي