د جرمني بهرنیو چارو وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په اړه ګڼ کنفرانسونه شوي دي، نو د بن د کنفرانس اهمیت په څه کې دی؟
دی وایي، چې د بن کنفرانس به یوخاص کنفرانس وي، چې د افغانستان لپاره به ستراتیژیک اهمیت ولري. دغه کنفرانس افغانانو ته د مسولیتونو د انتقال، په دغه هیواد کې د روغې او پخلاینې د ملاتړ او له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې تردې مهاله بهرني ځواکونه له افغانستانه خپل وتل بشپړوي د هیواد د چارو د سمبالولو د څرنګوالي په اړه دی.
کله چې د جرمني بهرنیو چارو له وزیر ″ګیودو ویسته ویلې″ پوښتل کېږي، چې عمومي نظر دا دی، چې د افغانستان شخړه د جنګ له لارې نه بلکې د سولې له لارې حل کېدای شي. نو ایا طالبان به د بن کنفرانس ته راوبلل شي؟ په ځواب کې یې داسې وایي: ″زه نه غواړم په دې اړه اوس مهال کومه ګماني خبره وکړم خو دا حتمي ده، چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې باید په خپله د افغانانو په مشري وي.
په افغانستان کې سوله هغه مهال راتلای شي، چې د دغه هېواد ګوندونه او ډلې سره توافق ته ورسیږي.″
د جرمني د خبري آژانس خبریال بهرنیو چارو وزیر ته وویل، چې د بن د کنفرانس لپاره په داسې مهال تیاری نیول کېږي، چې په افغانستان کې د جرمني پوځونو د ماموریت د اوږدولو خبرې هم کېږي او یو کال مخکې تاسو ویلي وو، چې په افغانستان کې د جرمنی پوځونو شمېر به د لومړي ځل لپاره د روان کال په پای کې کم کړای شي.
بهرنیو چارو وزیر ګیودو ویسته ویلې د دغې پوښتنې په ځواب کې چې آیا آلماني عسکر به دروان کال په روستیو شپو ورځو کې له افغانستانه وتل پيل کړي؟ وایي: ″خبره د کوم ټاکلي تاریخ یا نیټې نه ده. مهمه دا ده چې موږ د افغانستان په اړه د خپلې پالیسۍ د بدلون یوې مرحلې ته ورسیږو.
موږ غواړو د مسوولیتونو دانتقال پروسه بریالی شي. په تیرو لسو کلونو کې موږ په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر زیات کړ، اوس غواړو د لومړی ځل لپاره یې کم کړو، خو د عسکرو کمول به زموږ لاسته راوړنې او یا پوځیان له خطر سره مخامخ نه کړي.
د جرمني بهرنیو چارو وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ټول بهرني ځواکونه د ۲۰۱۴ کال ترپايه پورې له افغانستانه ووځي. آیا په دغې نیټې کې کوم بدلون نه شي راتلای؟ وایي:
″د لیزبون په کنفرانس کې تیرکال دغه نیټه ومنل شوه او جمهور رییس حامد کرزي هم تایید کړه. دغه نیټه په خپل ځای ده. موږ نه شو کولای ترهغې په افغانستان کې پاته شو، ترڅو په دغه هیواد کې لویدیځ ډوله ډموکراسي راشي.
واقعي اهداف دا دي، چې په افغانستان کې د یوښه او موثر مشرتوب لاندې حکومتدارۍ ټینګه شي، د بشر اساسي حقوقو ته پاملرنه وشي او په خاصه توګه دا چې زموږ خپل هېواد ته کوم نوی ګواښ متوجه نه وي.
زموږ اساسي ماموریت په افغانستان کې دانه دی، چې هلته خلکو ته یواځې څاګانې وکېندو او روغتونونه جوړ کړو. زموږعسکر د موږ د ازادۍ څخه د دفاع او امنیت لپاره افغانستان ته تللي دي.″