د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

بونر له افغانستان او عراق نه په چټکۍ سره د ځواکونو د ایستلو په اړه خبرداری وکړ


د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې مشر جمهوري غوښتونکي جان بونر
د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې مشر جمهوري غوښتونکي جان بونر
د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکا ښايي تر هغې اندازې چې تمه کېده، په افغانستان کې خپله ونډه په چټکۍ سره له محاربوي عملیاتو څخه د افغان حکومت د ملاتړ بڼې ته بدله کړي.

ورځپاڼې په خپل راپور کې چې پرون خپور شو لیکلي، چې جګپوړي امریکايي چارواکي په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د بڼې د بدلون په اړه بحثونه کړي او ښايي په دې اړه په مې میاشت کې کله چې د ناټو مشران په شیکاګو کې غونډه کوي، پرېکړه وشي.

که څه هم د امریکا د دفاع وزارت یوجګپوړي مقام فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي، چې په دې اړه غور تراوسه په مقدماتي پړاو کې دی، خو دی زیاتوي، چې دا د حیرانتیا خبره نه ده، چې موږ د هغه څه په باب فکر کوو، چې ښايي پېښ شي.

د راپورنو له مخې د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې امریکايي پوځي قوماندانانو ته امر کړی، چې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د امریکايي قواوو د شمېرې په اړه معلومات ورکړي.

د رویټرز آژانس په وینا دا په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر د کمولو په برخه کې لومړنی ګام دی.

د کانګرس د استازو د جرګې مشر جمهوري غوښتونکي جان بونر په دې اړه په خپلو څرګندونو کې پر سپینه ماڼۍ انتقاد وکړ، ویې ویل، چې د دې کار علت ښايي د امنیتي اندېښنو په اړه د تبلیغاتو له وجې سیاسي بېړه وي.

ښاغلي بونر چې له خبریالانو سره په یوه ګردي مېز کې خبرې کولې وویل، په افغانستان کې هدف د دې خبرې یقیني کول دي، چې هلته تروریستان بیا ځالې جوړې نه کړي او له هغه ځایه په امریکا کې بریدونه پلان او عملي نه کړي.

بونر له ولسمشر بارک اوباما څخه وغوښتل، چې په دې برخه کې له پرېکړې مخکې د پوځ د جګپوړو قوماندانانو نظر واخلي.

د سپینې ماڼۍ پلان چې د روان کال تر پایه به له عراقه خپل سرتېري په بشپړ ډول وباسي او په افغانستان کې به هم په راروانو دریو کلونو کې د خپلو ځواکونو شمېر په پرله پسې ډول کم کړي، د ولسمشر بارک اوباما د هغې ارادې څرګندونه کوي، چې غواړي دا دواړه خونړۍ جګړې چې ډېر زیات لګښت لري، ژرترژره ختمې کړي.

خو رویټر خبري آژانس پوښتنه کوي، آیا دا پرېکړه د جګړې په ډګر کې د حقایقو انعکاس هم دی کنه او په ځواب کې لیکي، هغوی چې فکر کوي، پوځي پرېکړې د عمل په ډګر کې ګواښونو او د اوږدې مودې امنیتي خطرونو ته له دقیق پام پرته کېږي، په دې نظر دي چې د ځواکونو د اېستلو مساله ښايي ناوړه عواقب ولري.

د امریکايي امنیتي پروژې په نوم د تحقیقاتي مرکز کارپوه جوشوا فوسټ وايي، په دې برخه کې برعکس پرېکړې کېږي، یعنې موږ لومړی خپلو موجودو منابعو او هغه ماحول ته ګورو چې ورسره مخامخ یو او بیا په عراق او افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د ختمولو پرېکړه کوو.
XS
SM
MD
LG