د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

په افغانستان کې تنفسي او ساري ناروغۍ زیاتې شوي


د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې وروستیو کې د اورښتونو له کبله د هوا له سړیدو سره جوخت له شلو څخه تر دیرش فیصده پورې تنفسي ناروغۍ زیاتې شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د مشورتي خدمتونو او د مرستو د تنظیمولو د ادارې مشر ډاکټر سرور همتي ازادۍ راډيو ته وویل، چې دوی د ژمي موسم ته په کتو سره د تنفسي او ساري ناروغیو د کنټرول لپاره زیات چمتوالی نیولی دی.

ښاغلي همتي وایي، چې د سږکال لپاره یې هم د تنفسي ناروغیو د کنټرول په هدف د شپږو میاشتو لپاره په روغتونونو کې د اساسي روغتیایي خدمتو لپاره درمل او نور امکانات په پام کې نیولي دي.

″زموږ پالیسي داسې ده، چې د ژمي لپاره باید هغه ولایتونه چې لارې یې بندیږي، د هغې لپاره شپږ میاشتني اکمالات وشي او هغه ولایتونه، چې لارې یې نه بندیږي، هغو ته باید په ژمي کې درې میاشتني اکمالات وشي.

یعنې هغه روغتونونه چې د عامې روغتیا وزارت تر ادارې لاندې دي او هغه کلینکونه، چې زموږ تر څار لاندې انجوګاني یې اکمالوي، په هغو کې له دریو میاشتو څخه تر پنځو پورې د تنفسي امراضو درمل اکمال شوي دي.″

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په هیواد کې د ماشومانو د میړنې دوه اساسي لاملونه نس ناستی او تنفسي ناروغي دي.

د دې وزارت د چارواکو په وینا هرکال په افغانستان کې د ژمي په موسم کې یو پر څلورمه برخه ماشومان د تنفسی ناروغیو له امله مړه کېږي.

په همدې وخت کې د کارديټ په نوم د روغتیایي خدمتونو د رسولو د یوې موسسې مشر روح الله امین وایي، دوی له څو کلونو راهیسي ارزګان ولایت ته روغتیایي خدمتونو رسوي.

نوموړی دا هم وایي چې په ژمي موسم کې په دې ولایت کې ماشومان تنفسي ناروغۍ او په اوړي کې د نس ناستي ناروغۍ ګواښي.

د ښاغلي همتي په وینا، دوی د عامې روغتیا وزارت په لار ښوونه د ژمي په موسم کې د تنفسي ناروغیو د کنټرول لپاره ډیر امکانات لري.

″څو کاله کېږي، چې موږ په نا امنه سیمو کې او په لیرې سیمو کې لکه ارزګان کې کار کوو او په کې جدي تدابیر نیسو، موږ هلته خپل شپږ میاشتني تدارکات کوو، د خدای په مرسته زموږ تر کنټرول لاندې سیمو کې روغتیایي کار کوونکي فعال دي او خدماتو ته رسیدلی شو.″

د عامې روغتیا وزارت داسې مهال د ژمي په موسم کې په لیرې پرتو ولایتونو کې د تنفسي ناروغیو پر وړاندې د مبارزي خبر ورکوي، چې د ځینو خلکو په وینا هرکال د دی وزارت د چمتوالی سربیره په یوشمېر ولایتونو کې د ژمي په موسم کې د روغتیایي خدمتونو د نشتوالي له ستونزې سره مخامخ کېږي.

خلک همدا راز نیوکه کوي، چې په خپلو اړوند سیمو کې د ژمي په موسم کې د روغتیایي خدمتونو د ټيټ کیفیت او یا هم د نشتوالي له امله خپل ناروغان په ډیر مشکل سره د درملنې لپاره تر لویو ښارونو او یا هم ګاونډيو هیوادونو ته رسوي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG