د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د خپل هېواد پر قلمرو د هرډول احتمالي حملې په اړه اسراییلو ته خبرداری ورکړی.
د ایران خبري رسنیو د جنرال حسن فېروزآبادي له قوله راپور ورکړی، چې وايي، که اسراییل داسې کوم اقدام وکړي، نو له خپل دې کار څخه به پښېمانه او سخته جزا به ورکړل شي.
نوموړي د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي حملې په اړه په رسنیو کې د اسراییلي مشرانو د خپرو شویو څرګندونو په ځواب کې خبرې کولې.
د ایران لوی درستیز دا څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې اسراییلو د خپل هغه راکټ د ازمېېلو خبر ورکړ، چې ایران په نښه کولای شي.
اسراییلو همداراز د چارشنبې په ورځ خبر ورکړی و، چې په ساردینیا سیمه کې یې له ایټالوي جنګي الوتکو سره پوځي تطبیقات کړي دي.
له دې مخکې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پارلمان غونډې ته په وینا کې د ایران د اټومي پروګرام له وجې د ده په وینا د مستقیم او جدي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.
د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسېن پرون په بروکسل کې په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې پر ایران د ځینو دولتونو د احتمالي حملې په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې ناټو په هېڅ صورت په ایران کې د لاسوهنې نیت نه لري.
لویدیځ هېوادونه وايي، چې تهران د خپل اټومي پروګرام په سیوري کې د اټومي وسلې د جوړولو هڅه کوي، خو ایران دا ادعاوې ردوي، وايي، چې اټومي پروګرام یې ملکي اهداف لري او له اټومي تاسیساتو څخه د انرژۍ د تولید لپاره کار اخلي.