د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۴

سوريې د عربي هېوادونو وړاندیز ومانه


که څه هم دمشق د عرب ليګ يا عربي ټولنې هغه پېشنهاد منلى چې د مظاهره چيانو له ځپلو لاس واخلي او سياسي اصلاحات راولي، خو واشنګتن بيا هم ټينګار کوي څرنګه چې د سوريې ولسمشر بشارالاسد خپل مشروعيت بايللى بايد له واک څخه ليرې شي.

د سپينې ماڼۍ وياند خبريالانو ته وويل:

”زموږ دريځ بيا هم دا دى چې بشار الاسد د حکومت کولو لپاره خپل مشروعيت بايللى او بايد له واک څخه ليرې شي“

جي کارني زياته کړه:

”موږ له ټولو هغو نړيوالو هڅو ملاتړ کوو چې د سوريې رژيم قانع کړي څو پر ملکيانو له حملو لاس واخلي، خو د ولسمشر بشارالاسد په وړاندې مو دريځ بدل شوى نه دى“

د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عربي هېوادونو د ټولنې يوه مسوول د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر پرونۍ غونډې وروسته اعلان وکړ، چې دمشق د عربي هېوادونو پېشنهاد له ملحوظاتو پرته په بشپړ ډول ومانه.

بله خوا د قطر صدراعظم شيخ حمد بن جاسم آلثاني چې د دې غونډې مشري يې کوله وويل، د سوريې حکومت د عربي هېوادونو غوښتنې ومنلې:

”د سوريې حکومت پر ځينو مسايلو توافق وکړ: يو، د سوريې د اتباعو د ساتنې لپاره د تاوتريخوالي بشپړ درول- هغه که له هرې منبع څخه وي: دوه، د هغو بنديانو خوشې کول چې د روانو پېښو پر مهال نيول شوي. درې، له ښارونو او د استوګنو له سيمو د پوځ ايستل. څلور، د عربي هېوادونو ټولنې، دغه راز عربي او نړيوالو رسنيو ته اجازه ورکول چې د سوريې پر وضعيت راپورونه برابر کړي“

وروسته تر هغه چې پر سوريې د نورو هېوادونو تر څنګ د هغه د متحد چين، له لوري فشارونه زيات شول، د عربي هېوادونو غوښتنه يې ومنله.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بنکي مون وويل، مهمه دا ده چې د سوريې رژيم بايد د عربي هېوادونو پېشنهاد په سرعت او بشپړ ډول عملي کړي.

د هغه وړانديز له مخې چې دمشق منلى، عربي هېوادونه د سوريې د رژيم او مخالفو ډلو ترمنځ د خبرو او تفاهم د زمينې برابرولو لپاره له ښکېلو ډلو سره مشورې کوي.

خو د پېشنهاد په متن کې اشاره نه ده شوې چې دغه خبرې به په سوريه کې دننه وشي که دباندې. د بشارالاسد د رژيم مخالفان ټينګار کوي چې دغه خبرې اترې يا مذاکرې بايد له سوريې څخه دباندې وشي خو دمشق ټينګار کوي، چې دغه خبرې بايد په سوريه کې دننه وشي.

په هر حال، د قطر صدراعظم شيخ حمد بن جاسم آلثاني وويل:

”که دمشق پر خپلو ژمنو وفا ونه کړي، د عربي ټولنې غړي هېوادونه به بيا سره جرګه شي او وړ اقدامات به وکړي“

ملګري ملتونه وايي د سوريې د رژيم له لوري له تېرو اوو مياشتو د مظاهره چيانو په وړاندې په ځپونکو اقداماتو کې شا و خوا ٣٠٠٠ کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG