د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

د استانبول په کنفرانس کې د افغانستان د ثبات ژمنې وشوې


د ترکيې په استانبول ښار کې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو او لوېديځو قدرتونو په يوه ورځني کنفرانس کې د افغانستان له پرمختګ سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

له افغانستان سره د همکارۍ او مرستې په دغه توافق کې د ښه نيت درنې خو غيرمفصلې ژمنې وشوې.

دا په داسې حال کې ده، چې بهرني ځواکونه تر ٢٠١٤م کال وروسته له افغانستان څخه وځي او د افغانستان خپل ځواکونه امنيتي مسووليت اخلي برخوالو د افغانستان په وړاندې يووالى څرګند کړ.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول وويل په استانبول کې دغه کنفرانس د افغانستان غوښتنو ته په پام سره جوړ شو او هغه يې د سيمې لپاره يو مهم ګام وګاڼه:

”دا يوه پروسه ده چې د اسيا په زړه کې پرتو هېوادونو ته اجازه ورکوي څو د مهمې، پراخې او ژورې سيمه ييزې همکارۍ لپاره د اعتماد جوړونې مهم اقدامات عملي کړي، چې زموږ په سيمه کې سوله، ثبات او اقتصادي همکاري تقويه کوي“

ګډونوالو د افغانستان د ”ملي حاکميت، يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا“ د ساتنې، دغه راز د تروريستانو د خوندي مرکزونو په له منځه وړلو کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه.

د استانبول په کنفرانس کې د چين، هند، ايران، پاکستان، سعودي عربستان، قزاقستان، قرغزستان، روسيې، تاجکستان، ترکمنستان او امريکا په ګډون د ناټو د غړو هېوادونو او اروپايي ټولنې استازو هم برخه درلوده، په برخه والو کې ملګري ملتونه هم شامل وو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويليام برنس (William Burns) ګډونوالو ته په وينا کې د دې ورځې شوې ژمنې، د امنيتي انتقال او پخلاينې په دې شېبو کې د افغانستان پراخ او سيمه ييز څرګند ملاتړ وباله.

خو نوموړي دا هم وويل چې، سيمه ييزو قدرتونو په وار- وار د ستونزو په حل کې د مرستې پرځاى داسې اقدامات کړي، چې وضعيت يې نور هم خراب کړى دى.

د برنس دغه خبره پاکستان ته متوجه وه، چې واشنګټن او کابل دواړو په پرله پسې ډول دغه هېواد د طالب سخت دريځو په ملاتړ تورن کړى دى، خو اسلام اباد دغه تورونه رد کړي دي.

په داسې حال کې چې برخوالو د افغانستان د جګړې د سوله ييز حل په برخه کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه. ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان ږغ وکړ، چې له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې د اسانتيا په برابرولو کې مرسته وکړي:

”د سولې پروسه تر هغو نه بريالۍ کېږي چې د طالبانو هغه مشران چې په پاکستان کې دېره دي راسره ملګري نه شي. زموږ هيله دا ده د پاکستاني په مرسته وکړاى شو د طالبانو مشران له هغو ملاتړ کوونکو شبکو جلا کړو چې له افغانستان څخه دباندې له مودو راهيسې د دوى مرسته کوي او دوى د سولې په پروسه کې مدغم کړو“

خو د واشنګټن په ملي دفاعي پوهنتون کې استاد او د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير ډاکټر علي احمد جلالي، له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل پاکستان په افغانستان کې هغسې سوله او روغه جوړه غواړي، چې په ګټه يې وي.

د منځني ختيځ او جنوبي اسيا لپاره د بريتانيا وزير اليستېر برټ ټينګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري د سيمه ييز ثبات لپاره مهمه ده:


“موږ د ځينو مسايلو په اړه محرمانه اړيکې لرو. موږ دا ټکى څرګند کړى او ما نن سهار دا مسئله څرګنده کړه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې بايد ډېرې نژدې وي. د ټروريزم په ځپلو کې دواړه هېوادونه ټاکلې ګټې لري، موږ په دې باور هم يو، چې د ولسمشر کرزي له وړاندې شويو شرطونو سره سم د سولې په پروسه کې د دغو کسانو يوځاى کېدل هم د دواړو هېوادونو په ګټه دي“

تر پروني کنفرانس يوه ورځ مخکې د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل د افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه د پاکستاني ساري اصف علي زرداري کوربه و، په دې درې اړخيزه کتنه کې دوى هڅه وکړه هغه کړکېچ کم کړي چې د سولې عالي شورا د مشر برهان الدين رباني تر وژنې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ پيدا شوى دى.

کابل پر اسلام اباد تور پورې کړى چې د رباني د وژنې لپاره د طالبانو له لوري په شوي ځان وژونکي بريد کې يې لاس و، خو اسلام اباد دغه تورونه رد کړي دي.

سره له دې چې ولسمشر حامد کرزي وويل له طالبانو سره د مستقيمو خبرو دروازې تړل شوي، خو د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول بيا په دې برخه کې خوشبيني څرګنده کړه او ويې ويل د سولې خبرې ممکنې دي:

”موږ پوهېږو په طالبانو او نورو [ډلو] کې داسې خلک شته چې زموږ د وړاندې شويو شرطونو سره سم سولې ته لېوال دي. زه باوري او خوشبين يم چې موږ به د سولې پروسه ترسره کړاى شو“

په کنفرانس کې د سوداګرۍ، پوهنې او مخابراتو په برخه کې هم د مرستې ژمنې وشوې.

افغانستان او لوېديځ ملاتړي يې هڅه کوي چې د ”ورېښمو د نوې لارې“ د جوړولو لپاره د نورو هېوادونو ملاتړ راجلب کړي، چې په مرسته به يې د سيمه ييزې سوداګري او ټرانسپورټ يوه شبکه ايجاد شي او دا شبکه به له افغانستان څخه تېرېږي.
XS
SM
MD
LG