د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

د خوست هندوان: زموږ ځمکې دې له غاصبينو راخلاصې شي


هغه خوست مېشتي هندوان چې په تېرو شا او خوا شلو كلونو كې يې جايدادونه او ځمكې د ځايي زورواكو له خوا عصب شوې وې او دوى يې كډوالۍ ته اړيستلي وو، اوس له هندوستان څخه بېرته خپل پلرني كلي ته راغلي او له ځايي حكومتي ادارو يې غوښتنه كړې، چې د دوى ځمكې د غاصبينو له نيواكه خلاصې كړي.

دغه هندوان چې له لسګونو كلونو راهيسې په خوست كې اوسي، د سيمې د نورو اوسېدونكو مسلمانو په څېر ټولنيز ژوند، دود او دستور لري او تر ټولو لوى وياړ، چې د دوى په برخه دى، دا دى چې لسګونه كاله وړاندې يې لا په دغه ولايت كې واړه تجارتونه، دكانونه او درملتونونه درلودل او هم مهاله يې خوست ميشتو خلكو ته هم د سوداګرۍ او كار وبار فكر وركړى.

دغه هندوان وايي: ″پخوا ډېر شتمن وو او په ښار او له ښاره د باندې سيمو كې يې پراخې ځمكې درلودې، خو په هېواد كې د كورنيو جګړو پر مهال ترې خلكو په چل ول او چالاكۍ په ناچيزه قيمتونو خپلې كړې او يا يې هم په شنه زور ترې چور كړې.

دا مهال د خوست ښار په ختيزه برخه كې د هندوانو يوه ۷۰ كلنه كلا ولاړ ده، چې پرېم نګر يا د مينې كلى نومېږي، خو ځايي خوستي اوسېدونكي ورته هندوانو كلى وايي، چې پخوا به د هندو او سكهـ مذهبونو پيروانو په كې څنګ تر څنګ ژوند او مذهبي مراسم تر سره كول.

كه څه هم په تېرو جنګونو او ورستيو ګډوډيو كې، د دغې كلا اكثره برخې او كوروته ويجاړ شوي، خو د سيمې يو شمېر زورواكو بيا له وخت نه په استفاده له ټولو اصولو هاخوا پرېم نګر لاندې كړ، دغه هندوان يې كډوالۍ ته اړاېستل او دوى په دې فكر كې شوه، چې يو ورځ به له دغو كنډوالو څخه ښيښه يي ماڼي پورته كړي، خو اوس اوس له هند څخه د پينځلسو تنو خوستيو هندوانو يوه ډله خوست ته راغلې چې د ځايي حكومت په مرسته خپلې ځمكې او پرېم نګر بيرته تر لاسه كړي.

د دغو خوست مېشتو هندوانو د ډلې مشر سنګرلعل رسنيو ته وويل، چې تر وسه پورې به د خپلو ځمكو مساله د تېرو وختونو په څېر د سيمې د مخورو له لارې هواره كړي، تر څو د سيمه ييز دود له مخې يې خپل حق وركړل شي، خو زياتوي چې كه چېرې ستونزه له دغې لارې هواره نشو، نو له حكومتي ادارې به غوښتنه وكړي، چې له قانوني لارې اقدام وكړي.

″موږ د خوست له خلكو سره له لسګونو كلونو راهيسې، نږدې ژوند كړى، مخكې مو هم خپل منځي مشكلات د ځايي مشرانو له لارې هوار كړي دي، دا ځل هم هغو پخوانيو خلكو ته لمن غوړوو، خو كه دوى زموږ ځمكې د عاصبانو څخه خلاصې نه شي كړاى، نو بيا به د كړې ژمنې په اساس دغه موضوع د خوست والي ته سپارو، تر څو موږ بيرته د خپل پرېم نګرمالكان شو.″

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د ولايتي شورا د غړو او ديني عالمانو په شمول په خپله پرېم نګر يا هندوانو كلي ته تللى و او د يوې غونډې په ترڅ كې يې خوست ته د راتګ له امله دوى ته هر كلى ووايه.

نعيمي د هندوانو مشرانو ته ژمنه وركړه، چې د يوې مياشتې په موده كې به د دوى ملكيتونه د غاصبينو له لاسه ازاد كړي او دوى ته به يې وسپاري، خو نوموړي دوى ته دا ډاډګيرنه هم وركړه، چې كه ځايي غاصبينو په خپل وخت بې له كوم جنجاله ياده شوې سيمه تخليه نه كړه، نو قضايي ارګانونو ته به يې ور وپېژني.

هغه ځايي هندوانو ته په خپلو خبرو كې وويل: ″زموږ اداره به له زورواكانو څخه ستاسو ملكيتونه درته راوګرځوي، خو تاسې هندوان يا سكهان بايد له خپلو كورنيو سره بيرته خپل كلي ته راستانه شئ، د مخكې په څېر بيرته خپل كورونه ودان كړئ، كاروبارونه پيل كړئ او د خپل وطن او كور په ودانولو كې خپل اخلاص په اثبات ورسوئ.″

همدا ډول د سيمې قومي مخور هم پر دې ټينګار كوي، چې ژر تر ژره دې له ځايي غاصبينو څخه د هندو او سكهـ مذهب د پيروانو جايدانونه راوګرځول شي.

د خوست د صبريو قوم يو تن مشرمديرمير زمان صبری وايي چې دغه خلك د زړه سوى وړ دي او زياتوي چې هندوان هم د نورو افغانانو په څېر د دې سيمې اوسېدونكي دي او حكومت هم بايد نورو خلكو په څېر د دوى مذهبي، اجتماعي او اقتصادي حقوق تضمين كړي.

صبري دا هم زياته كړه چې په پخوا كلونو كې به خوست مېشتوهندوانو د سيمې د خلکوترمنځ په کليوالي شخړو، خپل منځي لانجو او دښمنيو كې د مصلحينو په توګه رول لوباوه او خلكو به هم د دوى د پرېكړو او مصالحې درناوى كاوه.

همدا ډول د خوست عام اوسېدونكي هم له دې سره موافق او غوښتونكي دي چې كه ځايي اداره هندوانو او سكهانو ته خپل جايدادونه، ځمكې، كورونه او دكانونه ژر تر ژره د غاصبينو له منګولو خلاص كاندي.

ياده دې وي چې هندو او سكهـ مذهبي اقليتونه له ډېر پخوا راهيسې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو، ننګرهار، كابل، كندز، غزني، كندهار.... او خوست كې ژوند كوي، چې په لويه كې به يې په بازارونو او كليو كې دوكانداري او سوداګري كوله او د رختونو، جامو او ارتزاقي توكو سوداګري يې له خاص ټولنيز اهميت څخه برخمنه وه.

همدا ډول د هېواد د اجتماعي او بشري تاريخ په بېلابېلو پړاوونو كې، دغو مذهبي اقليتونو په بېلابېلو دولتي ادارو كې د مامورانو، روزونكو، انجينرانو، ښوونكو او روغتياپالانو په توګه دندې تر سره كړې دي

او دا هم بايد له پامه ونه غورځول شي چې د هېواد په سياسي ناورينونو او جنګي حالاتو كې د هندو او سكهـ اقليتونو لارويانو پر هيڅ افغان مرمۍ ندي چلولې، بلكې د روغتياپالو لاسونه يې يوازې د زخمونو په كنډلو او د عادي كاروباريانو لاسونه به يې بيا د مصالحه جاتو او ترخو په رنګونو رنګېدلي و.

راپور – لمر نيازى
XS
SM
MD
LG