ویسا خپلواکې ورځپاڼې په ترکیه کې د افغان، پاکستاني او ترکي لوریو درې اړخیزې غونډې ته په اشارې لیکلي، چې په دې غونډه کې د درې واړو هیوادونو او په تیره بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو خبرې وشوې.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې په دې غونډه کې په هغو لارو چارو هم خبرې وشوې، چې د درې واړو لوریو ترمنځ د شویو موافقو د عملي کولو امکانات برابر کړي.
ورځپاڼه لیکي، چې د درې واړو هیوادونو د مشرانو ترڅنګ د درې واړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو او لوی درستیزانو ترمنځ هم دوه جلا جلا ناستې وشوې، چې پکې د شتو ستونزو او ګواښونو د هواري لپاره ځینې موافقې وشوې.
خو خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان د اسټانبول د کانفرانس اصلي اجنډا له خنډونو سره مخامخ کړی.
د ورځپاڼې په وینا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د سیمې هیوادونو له هغو هڅو سره مخالفت کړی، چې غوښتل یې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره په یو نوي چوکاټ کې کار وکړي.
د ورځپاڼې په وینا حنا رباني کهر ویلي، چې په سیمه کې د افغانستان محور پرته داسې نور میکانیزمونه موجود دي، چې باید غور پرې وشي.
خو ورځپاڼې د پاکستان دا ډول هڅو ته په اشارې افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې په یو اړخیزه توګه دې په هیواد کې د نا امنیو د پای ته رسولو لپاره پریکړه وکړي او په خپلو اړیکو کې دې د پاکستان ځای بدل کړي.
ارادې خپلواکې ورځپانې بیا د اسټانبول د کانفرانس په اړه خپل بحث په دې پوښتنې پرانستې، چې ایا دا کانفرانس به د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکیچ پای ته ورسوي؟
ورځپاڼه لیکي، چې افغانان تمه لري، چې دا کانفرانس به د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې اوږد کړکیچ پای ته ورسوي او دوی به د یو بل په وړاندې د تورونو د لږولو پر ځای د همکارۍ لاره غوره کړي.
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي په سر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شویو ځینو تړونونو ته په اشارې لیکلي، چې دا دواړه هیوادونه به د ترورستانو په خلاف ګډ پوځي عملیات وکړي.
ورځپاڼې لیکلي، چې دا خبره د هیواد لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي له خپل پاکستاني او ترکي سیالانو سره له درې اړخیزې ناستې وروسته کړې.
ورځپاڼه لیکي، چې ترکیه هڅه کوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ فضا رامنځ ته کړي.
هیواد دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د افغان، پاکستاني او ترکي مشرانو شپږمې درې اړخیزې غونډې ته ځانګړې کړې او لیکلي، چې په دې غونډه کې د درې واړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري همکاریو د پراختیا په باب پریکړې وشوې.
دې ورځپاڼې هم لیکلي، چې د دې غونډې د بحث اساسي موضوع د درې واړو هیوادونو او په تیره بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې وې.
انیس دولتي ورځپاڼې هم په خپل بحث کې د اسټانبول له کانفرانس څخه د موجودو توقعاتو ته کتنه کړې او لیکلي، چې افغانان د دې کانفرانس لپاره ترتیب شوې مقدمې ته په اشارې هیله مند دي، چې دا به په سیمه کې د امنیت د ښه والي په برخه کې مطلوب نتایج ولري.
چمتو کوونکی: حمید مهمند