د قرغزستان پخوانی صدراعظم الماس بیګ اتمباییف د جمهوری ریاست د وروستیو انتخاباتو ګټونکې اعلان شوی. په دغو انتخاباتو کې چې له قدرته د پخوانی ولسمشر کورمان بیګ باقییف له لیری کیدو یونیم کال وروسته په دی هیواد کې ترسره شول، دوو نورو مخکښو کاندیدانو خبرداری ورکړی چې پلویان به یې واټونو ته راووځي او د انتخاباتو د نتایجو په وړاندی به اعتراضونه څرګند کړي.
نړیوالو څارونکو په محتاطانه ډول دغه انتخابات تایید کړی خود یوشمیر بی نظمیو یادونه یی هم کړی ده.
د قرغزستان پخوانی صدراعظم الماس بیګ اتمباييف به چې د تیری یکشنبی د ورځی په انتخاباتو کې یې د پام وړ رایی ګټلی، د دی هیواد راتلونکى ولسمشر وي.
په دی اړه شک کیده چې ۵۵ کلن اتمباییف به وکولای شی د ټولو رایوپه سلو کې څه باندی پنځوس برخه وګټی څو ځان بریالی اعلان کړی او په دی توګه په هیواد کې د دوهم ځلی انتخاباتو مخه ونیسd.
خو د انتخاباتو د مرکزی کمیسیون ریس تویګونالی عبدالریموف نن په بیشکیک کې په یوی خبری غونډه کې اتم باییف د انتخاباتو ګټونکې اعلان کړ او ویې ویل چې هغه په سلو کې څه باندی ۶۳ رایی ګټلی دی.
په قرغزستان کې د تیری یکشنبی د ورځی انتخابات یونیم کال وروسته له هغی ترسره شول چې دا هیواد د پخوانی ولسمشر کورمان بیګ باقییف له لیرې کیدو دوه میاشتې وروسته په فرقه یي شخړو کې ښکیل شو.
د هیواد په جنوبي برخه کې د قرغزانو او ازبکانو ترمنځ په راپورته شوي تاوتریخوالی کې نژدې پنځه سوه کسان ووژل شول. دغه راز دا انتخابات د منځنۍ اسیا په دې هیواد کې چې پارلماني سیستم یې جاري کړی، لومړنۍ سیاسي تجربه ده.
اتمباییف نن خبریالانو ته وویل، دی به ټول هغه کسان زندانی کړی چې د فرقه یی تاوتریخوالی او د سیمه ییزو اختلافاتو مسول بلل کیږی.
هغه وویل، سیاست باید په ډیالوګ تعریف شي، نه په شخړوڅو په قرغزستان کې د سولی یونوی باب پرانستل شي:
( زه غواړم چې موږ سرله اوسه له خبرو اترو کارواخلولکه هغسی چې اروپایان یی پرمخ وړي.
موږ ته په کار ده چې ټولو مسایل په سوله ییز ډول د خبرو اترو له لاری حل کړوڅو نور انقلابونو ته اړتیا پیدا نشی، څو یو سوله ایز او ارام هیواد ولرو.)
که څه هم د قرغزستان د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د ځینو سرغړونو او بی نظمیو راپورونه ورکړل شوی خو د انتخاباتو چارواکو ویلی چې دغه سرغړونی په هغه حد کې ندی چې د انتخاباتو په وروستۍ نتیجی دی اغیز وکړی.
نړیوالو څارونکو ، د ګډو ګټو هیوادونو او د اروپا دامنیت او همکاری د سازمان کتونکو دواړو نن په محتاطانه ډول د قرغزستان انتخابات تایید کړل.
دوی که څه هم دا ومنله چې په دغو انتخاباتو کې ځینی بی نظمۍ رامنځته شوی خود دی هیواد له چارواکو غواړو چې د راتلونکو انتخاباتو د ښه ترسره کیدو لپاره تیاری ونیسي.
په دغو انتخاباتو کې چې ۱۶ کسانو ځانونه کاندید کړی و، په سلو کې ۶۰ مستحقو رایی ورکونکو ګډون کړی دی.
د قرغزستان د پارلمان پخوانی ریس اداخان محمد عمروف چې د اتمباییف اصلی رقیب ګڼل کیده په سلو کې ۱۴ رایی خپلی کړی دی.
هغه او نور کاندیدانو تراوسه خپله ماته نده منلی او ځینو یی خبرداری ورکړی چې ممکن ملاتړی یی واټونو ته راووځی او د انتخاباتو د نتیجو په وړاندی خپل اعتراضونه څرګند کړی.