د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۷

۵۰سلنه ماشومان د ناپاکه اوبو د څښلو له امله مري


د عامې روغتیا د وزارت مسول کسان وایي، کومې څیړنې چې دوي په دې وروستیو کې کړي دا ښیي چې د صحي اوبو د نشتون له امله په سلو کې پنځوس ماشومان ځکه خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې ناپاکه اوبه څښي او د اوبو د ککړتیا یو لوی علت په غیرې تخنیکي توګه د بد رفت څاوو جوړول دي.

بله خوا ګڼ شمېر ښاریان هم له دې شکایت کوي، چې په سیمه کې یې ورځ تربلې د بدرفت څاوو شمیر ډیريږي،دوي یې له بد بویې او د څښاک د اوبو د ناپاکه کیدلو له امله ستونزو سره مخ دي.

د چاپیریال ساتنې اداره هم وایي، چې که په غیرې تخنیکي توګه د بد رفت د څاوو د جوړولو مخه ونه نیول شي نو څو کاله وروسته به د څښاک پاکې اوبه د کابل په هیڅ ځای کې نه وي.

د سالاري په وینا په غیرې تخنیکي توګه د بد رفت د څاوو د جوړولو مخنیوي د ښاروالۍ کار دی، دا چې ولې مسول کسان د هغو بدرفت څاوو د جوړولو مخه نه نیسي چې په غیرې تخنیکي توګه جوړیږي د کابل ښاروالۍ د تنظیف د ریاست له معاون دیپلوم انجینرشمس الحق شمس نه مو مالومات غوښتي .


د ښاروالۍ د تنظیف د ریاست ریئس نثاراحمد حبیبی بیا له خلکو غواړي چې بدرفت څاورې دې په تخنیکي اوسمه توګه جوړې کړي ، له مسلکی انجینرانوسره دې مشوره وکړي او د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د یوه منظم کانالیزسیون د جوړولو غوښتنه کوي.

د کور کلي دا پروګرام د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG