د افغانستان، ترکیې او پاکستان ولسمشران به د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ (نومبر په لومړۍ نېټه) د ترکیې په استانبول کې د افغانستان په شپږمه غونډه کې رایوځای شي.
په دې سرمشریزه کې به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا پر لاروچارو تمرکز وشي.
ټاکل شوې ده چې د استانبول په غونډه کې د افغانستان په راتلونکي باندې، په تېره بیا له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه غواړي له افغانستانه ووځي خبرې وشي.
په دې غونډه کې به په افغانستان کې د امنیتي مسوولیتونو د دوهم پړاو په باب هم خبرې وشي او ښايي د افغانستان ولسمشر هغه اوولس ولایتونه اعلان کړي چې په دوهمه مرحله کې یې د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.
بدخشان، بادغیس، بلخ، غزني، دایکنډي، هلمند، غور، هرات، کابل، لغمان، ننګرهار، نیمروز، پروان، سمنګان، سرپل، تخار او میدان وردک هغه ولایتونه دي چې ممکن په دوهم پړاو کې ممکن کاملاً یا قسماً د هغو د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
موږ نن په دې پروګرام کې د انتقال په دې پروسه او همداراز په دې خبرې کوو، چې د استانبول د غونډې اهمیت په څه کې دی؟
پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ