د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

کلينټن: پاکستان دې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي


مېرمن کلينټن
مېرمن کلينټن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن چې پاکستان او افغانستان ته د خپل وروستي سفر په اړه د خپل هیواد د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته خبرې کولې وویل ، هماسې چې ولسمشر بارک اوباما ویلي امریکا په افغانستان کې خپلې ژمنې پر ځای کوي ، خپلو اهدافو ته به نژدې کېږي او هلته کارونه نیمګړې نه پریږدي . خو ویې ویل ښايي دا په لومړنی کسه وي چې اعتراف کوي د افغان او پاکستاني شریکانو سره کار کول اسانه نه دي :

”ما تازه دې دواړو هیوادونو ته یو ګټور سفر بشپړ کړ ، په کابل او اسلام اباد کې ما پر درې اړخیزه ستراتېژۍ جنګ ، خبري اترې اوابادۍ چې درې واړه باید په یو وخت عملي شي او په پیاوړتیا کې یې باید ټول له یو بل سره مرسته وکړو ټینګار وکړ . د افغانستان او پاکستان د حکومتونو جدي همکاري دډې درې واړو پروسو د بریالیتوب امکان زیاتولی شي“

هیلري کلینټن د کانګرس د غړیو د پوښتنو په ځواب کې وویل په روان کال کې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت درې ځلې په خپل منځ کې د افغانستان سره د راتلونکیو اړیکو په اړه خبرې کړي دي او په دې برخه کې د تړون د متن پر سر په سلو کې نوي سلا ته رسیدلي دي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې همدا راز په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د بهیر په اړه وویل ، ورستیو پېښو په دې برخه کې یو څه ستونزې رامنځ ته کړي خو افغانان لا هم د سولې پر پروسه باور لري :

”په دې کې هیڅ شک نه شته چې د پخواني افغان ولسمشر برهان الدین رباني وژل کیدل ددې پروسې لپاره یو ګوزار و ، خو افغانان پرې دې جدي باور لري چې سوله او پخلاینه لا هم ممکنه ده ، او موږ په سیمه کې د سولې او ثبات د دې هېلې څخه ملاتړ کوو . پاکستان کولی شي په دې برخه کې یو لوی رول و لوبوي او نتیجه یې د پاکستان ګټو ته هم مهمه ده . نو موږ تمه لرو چې پاکستان به طالبان او نور وسلوال وهڅوي چې د افغانستان دسولې په پروسه کې په صادقانه توګه برخه واخلي . پاکستان باید په دې برخه کې خپل نیت د اعلامیو په خپرولو او د مخالفو وسلوالو د پټنځایونو په له منځه وړلو څرګند کړي“

پاکستان ته د سفر پرمهال هیلري کلنټن هڅه وکړه، پاکستاني چارواکو ته دا روښانه کړي چې د تروریستانو ترمنځ د ښو او بدو لټول په نهایت کې خطرناک کار، او پر خپل ځان د ګوزار په شان دی . د میرمن کلینټن په وینا هر څوک چې بیګنا وګړي هغه که په هر قوم او ملت پورې تړلي وي وژني باید په وړاندې یې له زغم څخه کار وانخسیتل شي .

د کانګرس یو شمیر غړیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې ته وویل دوی د پاکستان په اړه ژوره اندېښنه لري او د ولسمشر بارک اوباما ددې پریکړې ملاتړ کوي چې پاکستان ته یې د د دوو میلیاردو او اوه سوه میلونو ډالرو مرستو دریمه برخه ځنډولې ده .

ددې کمیټې مشرې الینا راس لیتي نین وویل په داسې حال کې چې پاکستان د امریکا د ګټو خلاف د دښمنۍ چلن غوره کړی دی او د امریکایانو ژوند له خطر سره مخ کوي نو امریکا نه شي کولی د پاکستان سره خپل شراکت ته دوام ورکړي .

د کانګرس یو بل ډیموکراټ غړي هاورډ بریمن هم د پاکستان د چلن په اړه اندېښنه وښوده خو ویې ویل دا مهمه ده چې یو نیم میلیارد ډالر کلنۍ مرسته پاکستان ته ورکړل شي . نوموړې وویل دا مرستې د یو باثباته پاکستان او افغانستان د جوړولو لپاره مهمې دي .

میرمن هیلري کلینټن وویل تیره اونۍ دې خپله د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درسیتز جنرال مارټین ډیمپسي او د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر ډیویډ پیټریوس د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو ته یو واحد پیغام ورسوه چې هغوی باید د حقاني د شبکې په مهار کولو کې د پولې د دواړو غاړو ته د روانو هلو ځلو سره یو ځای شي او د هغوی مرکزونه باید وتړي . د میرمن کلینټن په وینا په دې برخه کې روښانه خبرې وشوې .
XS
SM
MD
LG