د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

″د امنیتي مسوولیت بهیر دې د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې ترسره شي″


په داسې حال کې چې ویل کیږي، د دوه زره څوارلسم کال تر پایه د انتقال پروسه بشپړه شي، خو د ځوانانو د هماهنګې ملي مرکز چارواکي بیا وایي، چې باید په دغه نیټه کې بدلون راشي.

د ځوانانو د همغږی ملي مرکز وایي، چې که چیرې د قدرت د لیږد پروسه په دوه زره څوارلسم کال کې بشپړه شي، نو دا به د افغانستان د دریم ځل له ټاکنو سره یو ځای شي، چې دا کار به په ټاکنو د خلکو برخې اخیستنې ته ستونزې پیدا کړي.

د دغه مرکز چارواکو د سې شنبې په ورځ په هغه غونډه کې چې د ګڼ شمیر نورو ټولنو ځوانانو هم په کې ونډه درلوده وویل، چې باید د قدرت د لیږد پروسه یا له دوه زره څوارلسم کال نه مخکې او یا هم وروسته شي.

د دغه مرکز مشر محمد سنګر امیرزي آزادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې داسې وویل.

″د افغانستان دوه لویې مسالې په یوه وخت کې ترسره کیدای شي؟ نو ځکه خو موږ وړاندیز کوو، چې د قدرت د لیږد پروسه دې یو کال راوړاندې شي، څو زموږ موخه له ټاکنو ډیره قوي واوسي، څو زموږ ټول فکر یوې موضوع ته واوړي.″

د دغه کنفرانس ګډون کوونکو د حکومت په ځینو نورو کارونو هم بحثونه وکړل او په هغو یې نیوکې وکړې.

د دغه مرکز چارواکو په حکومت اداري فساد ته د نه پاملرنې په برخه کې هم تور ولګاوه او په افغانستان کې یې د سولې په پروسې هم نیوکې وکړې.

د دغه مرکز یو غړي شاهد الله صافي وویل، چې افغانستان د سولې په پروسه کې پاتې راغلی او له حکومت یې نه یې وغوښتل چې د سولې په برخه کې په خپله تګلاره یو ځل بیا کتنه وکړي؟

″زموږ غوښتنه دا ده، چې د سولې پروسې ته دې ادامه ورکړای شي، خو دغه بڼه او چوکاټ یې بدلون ومومي. د سولې کومه پروسه چې اوس روانه ده، تاسو پوهیږﺉ، چې شپږ کاله وړاندې د ملي پخلاینې مساله د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ چې جوړه شوې وه، د سولې د عالي شورا پروسه همهغه برنامه پر مخ وړي.

هغوی د سولې د راوستلو لپاره کوم خاص نظر نه درلود، دوی یې هم نه لري.″

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر کرزي هم د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني تر وژل کیدو وروسته په افغانستان کې د سولې په برخه کې هلې ځلې ناکامې وبللې.

بل لوري نړیوالې ټولنې هم د سولې د پروسې د کامیابې لپاره له افغان دولت سره مرسته کړې.

خو داسې نیوکې هم شته چې افغان حکومت ونشو کولای چې له دغو پیسو نه د سولې د پروسې د کامیابۍ لپاره کار واخلي، بلکې په هیواد کې یې خپل یو شمیر سیاسي مشران د سولې د عالي شورا د مشر په ګډون له لاسه ورکړل.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG