د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۲

مرکزي اسیا ته د مېرمن کلنټن د سفرونو موخه څه وه؟


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې تېرې اوونۍ ازبکستان او تاجکستان ته سفر درلود.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې تېرې اوونۍ ازبکستان او تاجکستان ته سفر درلود.
د مرکزي آسیا دوو هیوادونو، تاجکستان او ازبکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې د تېري اوونۍ د سفر مقصد د پخواني شوروي اتحاد له دغو جمهوریتونو سره د امریکا د اړیکو نږدې کول دي.

خو دغه سفر هغه نازک حالت هم په ډاګه کړ، چې واشنګټن په دې هیوادو کې د بشري حقونود سرغړونو په اړه د اندیښنو او د افغانستان د جګړې د کمولو لپاره د سیمه اېزو دوستانو د میندلو ترمنځ په یوه حساس حالت کې دی.

هیلري کلنټن اصلا تاجکستان او ازبکستان ته د دې لپاره سفر کړی و، چې د مرکزي اسیا له دې دوو هیوادونو څخه مننه وکړي، چې په افغانستان کې دېره امریکایي او ایتلافي ځواکونو ته یې نوې ټرانزیټي لار پرانیستې ده.

امریکا ته په دې سفر کې دا فرصت هم برابر شو، چې د ازبکستان او تاجکستان جمهور رییسان اسلام کریموف او امام علي رحمان ته ووایي، د خپلو هیوادونو د بشري حقونو سابقې ته دې پام وکړي.

تاجکستان او ازبکستان دواړه، افغانستان ته د شمال د توزیع د نوي لار پر سر پراته دي، چې دا لار د بالتیک او کسپین بندرونه د روسیې او قفقاز له لارې، له افغانستان سره نښلوي.

د دې لارې د فعاله کولو تړونونه په ۲۰۰۸ کال کې هغه مهال لاسلیک شول، چې د پاکستان پر لارې د وسله والو حملې زیاتې شوې او ناټو د دغې لارې په امنیت خپل باور له لاسه ورکړ.

د مېرمن کلنټن هلې ځلې:

دوشنبه او تاشکند ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن دا سفر د امریکا د هغو هلو ځلو لړۍ ده، چې غواړي، په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو په صورت کې په دې هیواد کې امنیت او ثبات یقیني شي.

هیلري کلنټن په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو ته په ډاګه وویل: “واشنګټن به د تروریزم پر ضد مبارزې کې له پوره همکارۍ پرته بل هېڅ شی ونه مني.”

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر د هیلري کلنټن د څرګندونو په ځواب کې وویل: “پاکستان به د خپلو ملي ګټو او له متحده ایالاتو سره د مشارکت پر اساس، د تروریزم پر ضد جګړه وکړې او دا د چا د کوم لیست پر اساس نه ده چې دا دې وکړو او هغه دې نه کوو.”

د هغو کسانو په نظر چې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندیښمن دي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري هیلري کلنټن او د ازبکستان د جمهور رییس اسلام کریموف کتنه سخته خواشینونکې ده.

کولې

له پاکستان سره د امریکا د متحده ایالاتو د اړیکو خرابیدل د دې سبب شوی، چې واشنګټن له دوشنبه او تاشکند سره اړیکې ټینګې کړې.

امریکا په ۲۰۰۴ کال کې په ازبکستان او تاجکستان باندې له بشري حقونو څخه د سرغړونو له وجې بندیزونه لګولي وو، خو دا بندیزونه یې په سپټمبر میاشت کې لیرې کړل او د بشري حقونو مدافع ډلو د سپینې ماڼۍ په دې عمل سخت انتقادونه وکړل.

د کولمبیا پوهنتون په هاریمان انسټیټیوټ کې د مرکزي اسیا د چارو کارپوه ″الکسانډر کولې″ وایي، د هغو کسانو په نظر چې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندیښمن دي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري هیلري کلنټن او د ازبکستان د جمهور رییس اسلام کریموف کتنه سخته خواشینونکې ده.

حقیقت دا دی، چې په ازبکستان کې لس زره کسان سیاسي بندیان دي او دا د پخواني شوروي اتحاد د ټولو جمهوریتونو له بندیانو څخه زیات شمېر دی.

کولې وایي، حتی داسې بریښي چې په خپله واشنګټن هم نه پوهیږي، چې څه ډول دریځ یې غوره کړی:

امنیتي امتیاز:

“په ازبکستان باندې د امریکا له خوا د وسلو پلورلو د بندیز له لیري کولو څخه لږ وخت وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال رابرټ بلاک ویلي وو، دا د دې معنی نه لري چې په ازبکستان کې د بشري حقونو وضعه ښه شوې او دغه راز د دې معنی هم نه لري، چې امریکا په ازبکستان کې د نظر وړ پرمختګ ویني، بلکه دا یوازې یو امنیتي امتیاز دی.

خو اوس موږ وینو، چې له هیلري کلنټن سره ملګري امریکایي چارواکي، ازبکستان ته مبارکي ورکوي او په دغو یو شمېر حساسو مسالو کې د پرمختګونو خبرې کوي.

په دې توګه موږ د امریکا په دریځ کې ښکاره بې ارتباطې وینو. موږ باید سترګې پټې کړو او ووایو، چې په ازبکستان کې د بشري حقونو په برخې کې پوره پرمختګ رامنځ ته شوی دی. ”

هیلری کلنټن له اسلام کریموف څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د ستونزې په حل کې مرسته کوي او دغه راز د دې هیواد د ټولنیزې او اقتصادي بیارغوونې په چارو کې هم مرستې کوي.

انټرنټ پاڼه

ښاغلی ″کولې″ وایي، تر ټولو بده خو یې لا دا ده، چې په ازبکستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري هیلري کلنټن څرګندونې د ازبکستان حکومت پلویو خبري رسنیو هم نه دي خپرې کړې او دا به هیڅکله هم وا نه وریدلې شي.

د ازبکستان د معلوماتو ملي موسسې په انټرنیټې پاڼې کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري او اسلام کریموف د کتنې او خبرو په اړه راپور کې په دې هیواد کې د بشري حقونو او سیاسي بدلونو برخه بیخي نه ده ذکر کړې او زیات پام یې دې ته اړولی، چې دواړو خواو په مرکزي اسیا کې د ثبات په کار کې د ازبکستان د ونډې د اهمیت په مسالې خبرې وکړې.

د ازبکستان د حکومت په انټرنیتې پاڼې کې ویل شوي، هیلری کلنټن له اسلام کریموف څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د ستونزې په حل کې مرسته کوي او دغه راز د دې هیواد د ټولنیزې او اقتصادي بیارغوونې په چارو کې هم مرستې کوي.

یوې بلې کمپیوتري پاڼې چې په مسکو کې خپریږي، ویلي: اسلام کریموف هیلري کلنټن ته هغه څه وویل، چې هغې یې د اوریدو تمه درلوده.

د جمهور رییس اوباما اداره د ازبکستان جغرافیایي اهمیت له پامه نه شي غورځولای او د دغه هیواد له لویو لارو، د ریل له پټلیو او نورو اسانتیاو څخه په افغانستان کې خپلو دېره ځواکونو ته د موادو او مهماتو د رسولو لپاره ګټه اخلي او دا ورته مهمه نه ده چې د ازبکستان مشر تر کومه حده نامناسبه شخص دی.

په پاریس کې د ازبکستان د چارو کارپوه کمال الدین ربیموف وایي، دا چې اسلام کریموف هیلري کلنټن ته هره ژمنه کړې وي، هغه جلا خبره ده، خو د ډموکراټیکو بدلونو په اړه اسلام کریموف تل څرګند محدودیتونه لګولي دي.

د ازبکستان د رژیم په اړه ویره:

د کمال الدین په وینا، د ازبکستان رژیم ویره لري، چې په هیواد کې واقعي ډموکراسي، ازادي او د بشري حقونو درناوی او عملي کول به د رژیم راتلونکې له خطر سره مخامخ کړي.

د کولمبیا د پوهنتون کارپوه ښاغلی کولې وایي، دا مهال واشنګټن ته د تاشکند قدر زیات شوی او پخوابه تاشکند ته د واشنګټن اهمیت ډير و. اسلام کریموف په دې پوه دی، چې په رژیم باندې د لویدیځو هیوادونو انتقادونه شاته کولاي شي.

“د شمال د توزیع د شبکې په اړه موږ یو شی وینو او هغه دا، چې د ازبکستان حکومت په خپله د بشري حقونو او امنیتي همکارۍ په مسالو معامله کړې او دا دوه مسلې یو د بل پر ضد دي.

د ویکې لیکس په افشا شویو کیبلونو کې څرګندیږي، چې جمهور رییس اسلام کریموف له امریکایي چارواکو سره په کتنو کې دا خبره کړي، که چیرې واشنګټن د بشري حقونو او ډموکراسۍ پر مسالو زیات ټینګار وکړي نو دا کار به د شمال د توزیع د شبکې همکاري له خطر سره مخامخ کړي.”

ښاغلی کولې وایي، د ازبکستان حکومت په پوره دراکیت دا هدفونه چې یو بل نفې کوي، ټاکلي دي او د امریکا حکومت ورته ځان نرم کړی دی.
XS
SM
MD
LG