د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۶

"حقاني شبکه هڅه کوي چې په کابل کې ځالې جوړې کړي"


په داسې حال کې، چې د امریکا لوړ پوړي چارواکي له حقاني شبکې سره د امریکا د سولې خبرې تاییدوي، خو په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، چې دوي به د دې شبکې پر وړاندی جدي او پراخ عملیات وکړي.

د ایساف ځواکونو ویاند جنرال کرستن جګوبسن ، چې د دوشنبې په ورځ یي په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، د حقاني شبکه نه یواځې، تروریستي ډله ده بلکې، د نشه یي توکو په قاچاق کې هم لاس لري.

نوموړی وایي، دغه شبکه هڅه کوي، په کابل ولایت کې ځالې جوړې کړي:

(( ایساف او افغان ځواکونو په ګډه، د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره، په کابل او ددی ولایت په جنوب او ختیځو ولایتونو کې نوی عملیات کړي.

دغه عملیات چې مشري یي افغان ځواکونو کوله، د حقاني شبکې نږدې شل غړي په کې وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

حقاني شبکه هڅه کوي او هدف یي دا دی، چې په ختیځو ولایتونو کنترول ولري او له جنوب څخه کابل ته راشي، خو موږ به یي د دې کار ترسره کولو ته پرنیږدو.))


د ایساف د ویاند په وینا د حقاني شبکې لپاره د افغانستان د پکتیکا ولایت او د پاکستان سرحدی سیمی خوندي پټن ځایونه دي.

نوموړی وایي، که چېرې، حقاني شبکه، لس زره وسله وال ولري، نو له څلورو برخو څخه یي یوه برخه په افغانستان کې او پاته نور یي له افغانستان سره نږدې د پاکستان په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم په دې وروستیو کې په خپلو نویو څرګندونو کې په زغرده ویلي، چې نه یواځې د حقاني شبکه بلکې، د کویټی شورا غړي، دافغانستان له پولي بهر فعال دي، چې د پاکستان د ځینو حکومتی ادارو له خوا یي ملاتړ کېږي.

ایساف ځواکونه داسې مهال د حقاني شبکې پرضد د پراخو عملیاتو او زیات پوځي فشار خبره کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په اسلام اباد کې یي دا ومنله، چې د حقاني له شبکې سره یي د پاکستان د استخباراتي کړۍ په مرسته د سولې خبرې کړي.

خو د دې شبکې پر وړاندې امریکا د سولې او ایساف د جګړې، دوه بیل دریځونه غوره کړي، دا چې کوم یو یي موثر دی، په دې اړه د پوځي چارو شنونکې وایي، چې حقاني شبکه لومړی باید وځپل شي او وروسته دې د سولې خبرې ورسره پیل شي.

یونس فکور وایي:

(( زه فکر کوم، معقول تره یي دا ده، چې نظامي فشار او سیاسي عملیه، موږ داسې نشو کولای،هغوي په یوه قوي موضعګیرۍ کې پریږدو، چې بیا مذاکره ورسره وکړو، چې په هغې حال کې، دوي خپلې غوښتنې نورې هم لوړوي، اساسي قانون به نه مني او دا لاسته راوړنې به نه مني.

باید د حقاني شبکې او د طالبانو پر مراکزو پوځي فشار راوړل شي، څو دوي د خپلې جګړې په بې مفعهومتوب او دا چې بریالي کېدای نه شي پوه شي او وروسته دې د مذاکرې یوه دروازه ورته خلاصه شي.))

امریکا د حقاني شبکه په روان کال کې په کابل کې د امریکا په سفارت په وسله وال برید او په میدان وردګو ولایت کې په پوځي هډه کې د چاودنې مسوله بولي، چې له امله یي امریکایي پوځیان ټپیان شول.

د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي کمېټې مشر، کارل لیون په دې وروستیو کې پاکستان ته خبردارې ورکړی، که چېرې پاکستان دا شبکه ونه ځپي نو د امریکا متحده ایالات دا حق لري، چې د حقاني شبکه وځپي.

ذکېه غیاثي نذیر،کابل
XS
SM
MD
LG