د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

"ایران باید په عراق کې زموږ ژمنې غلطې محاسبه نه کړي"


هیلري کلینټن ویلي، ایران باید له عراق څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو له وتلو څخه دا غلط مفهوم وانه خلي چې ګواکې دا به په عراق کې د تازه دیموکراسۍ په اړه د واشنګټن ژمنه اغیزمنه کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې په خپلو وروستیو مرکو کې ویلي امریکايي ځواکونه به د عراقي سرتیرو د روزنې د ماموریت لپاره په عراق کې پاتي وي.

اسوشیټیډ پریس د میرمن کلینټن په حواله وايي، دا به د ایران غلطه محاسبه وي چې که په ټوله سیمه کې او د دغې سیمې په ګڼ شمېر هېوادونو کې د امریکا پوځي حضور ته پام ونه کړي.

نوموړې له (سي این این) تلویزون سره په خبرو کې وویل، امریکايي ځواکونه به په سیمه کې په خپلو اډو او د ترکېي په شان متحدانو سره د روزنې په ماموریتونو کې حضور ولري.

له عراق څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې د احتمال په اړه میرمن کلینټن وویل، موږ پوهیږو چې تاوتریخوالۍ به په اتوماتیک ډول پای ته ونه رسیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، هیڅ کوم هېواد باید په عراق کې د ډیموکراسۍ د ټینګښت په خاطر د متحده ایالاتو ژمنې غلطې محاسبه نه کړي.

د نوموړې په وینا امریکا په لوی قیمت سره د عراق خلکو ته دا فرصت برابر کړی دی.


دا په داسې حال کې ده، چې د ایران ولسمشر ویلي چې له عراق سره يې د هېواد اړیکي ورځ تر بلې د ټینګیدو په حال کې دي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر له پریکړې سره سم ټول امریکايي ځواکونه باید د روان میلادي کال د ډیسمبر میاشت تر پایه له عراق څخه ووځي.

د اسوشیټیډ پریس په وینا له څو میاشتو راهیسې امریکايي مقامات او عراقي چارواکي په عراق د امریکايي ځواکونو د رونیز ماموریت لپاره په دغه هېواد کې د څو زرو سرتیرو د پاتې کولو پر موضوع خبرې کوي.

په همدې حال کې جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین چې د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې غړی هم دی د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په عراق کې د ایران د نفوذ په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

جان مکین ویلي، له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو پریکړه یوه جدي خطا ده او دا به په سیمه ایزه سطحه د ایران بری وګڼل شي.

دغه راز د سنا د پوځي خدماتو د کمېتې بل غړی لینډسي ګراهام په عراق کې د یو شمېر امریکايي ځواکونو د ساتلو په اړه د ولسمشر اوباما د ادارې او عراقي مقاماتو تر منځ تر اوسه پورې د موافقې په نه کیدو انتقاد کړی دی.

نوموړي ویلي، په داسې حال کې چې موږ په عراق کې د ایران د مداخلي او ورانکارو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره ځواکونو ته اړتیا لرو له هیڅ سره په ۲۰۱۲م کال ته ننوزو.

لینډسي ګراهم ویلي دا د ولسمشر اوباما د ادارې وظیفه وه، چې دا مسله يي په سمه او لازمه توګه حل کړې وای.
XS
SM
MD
LG