د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۹

میرمن کلنټن: په افغانستان کې د سولې عملیه باید دوام وکړي


زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو په وروستیو ګڼو کې افغانستان او پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن د سفر په اړه مضمونونه او مقالې لیکلې دې.

ډیلي ټیلګراف:

انګلستان چاپ، ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې لیکلي، د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د سولې د عالي شوری د رییس استاد برهان الدین رباني له قتل وروسته ویلي وو، له طالبانو سره به د سولې خبرې بندې کړې، خو میرمن کلنټن په دې نظر ده، چې لا هم په افغانستان کې د سولې عملیه ممکنه ده او په دې کار کې باید هلې ځلې وشي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې دا خبره په کابل کې د امریکا په سفارت کې له پیژندل شویو افغانانو سره د کتنې پر مهال، چې د استاد رباني زوی ″صلاح الدین″ هم په کې ګډون درلود، وکړه او د غونډې برخه والو ته یې وویل، په افغانستان کې د سولې عملیه باید دوام وکړي.

د استادرباني ځوي هم په خپلو څرګندونو کې وویل، د خپل مرحوم پلار لارې ته به دوام ورکړي او له مخالفانو سره د سولې هلي ځلي به جاري وساتي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د جمهور رییس کرزي په خبرو کې ټينګار شوی و، چې د برهان الدین رباني وژنه د دې څرګندوی وه، چې پاکستان باید د سولي په خبرو کې دخیل وي.

جمهور رییس کرزي ویلي، دا ځل به له هر کس او ناکس سره خبرې نه کوي او یوازې له هغو کسانو سره به د خبرو میز ته کیني، چې فکري او سیاسي استقلال ولري.

ډیلي ټيلګراف ورځپاڼه لیکي کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري سفر، د افغانستان د سولې عالي شوری ته نوی قوت ورکړ او د دې شوری د ځينو غړیو په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري په سفر سره به په افغانستان کې د سولې او پخلایني عملیه غښتلې شي.

شپيګل ان لاین:

د جرمني شپیګل ان لاین خپرونې په وروستۍ ګڼې کې افغانستان ته د مرستو د بې ځایه لګښت او د بیارغووني په کارونو کې د درغلیو په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یې لیکي:

″یو شمېر جرمنانو د افغانستان په مختلفو پراختیایی پروژو کې څو کاله کار وکړ او زیات زحمتونه یې وګالل خو کارونه یې بې نتیجې پاته دي.″

خپرونه لیکي، که څه هم چې د دغو جرمنانو یو شمېر یې افغانستان ته د جرمني د پراخیتایي سازمان (جي. ای. زیډ) له خوا تللي او حق نه لري چې په افغانستان کې د خبلو کارونو په اړه له خبري رسنیو سره خبرې وکړي.

خو یو شمېر یې بیخي په تنګ او اړشوي، چې د امنیت، اداري فساد او په خپله د همدې (جي. ای. زیډ) موسسې د ستونزو په اړه خبرې وکړې. دغو جرمنانو ویلي، دوی ډېر ناهیلې دی، چې په افغانستان کې یې د خپلو کارونو نتیجه نه ده لیدلي.

خپرونه لیکي، دغو جرمنانو د ښوونځیو جوړولو په پروژو، روغتیا او د عامه خدمتونو په برخو کې کار کاوه، چې دا ټول کارونه د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي اهمیت لري.
XS
SM
MD
LG