د امريکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن اسلام اباد ته رسیدلې نوموړې چې پرون ناوخته په یو دوه ورځني سفر پاکستان ته تللې تیره شپه د کوربه هیواد له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره وکتل.
له نوموړې سره په دې سفر کې د سي آی اې مشر جنرال ډیويډ پيټرایس او د پوځ مشر مارټين ډیمپسي هم ملتیا کوي.
میرمن کلنټن اسلام اباد ته تر روانیدو وړاندې تیره ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډې کې وویل چې دوی پر پاکستان د ډیر سخت فشار راوستلو اراده کړې ده.
په پيښور کې د ازادي راډيو خبريال مجيب الرحمان انګار د سیاسي چارو له کارپوه او ورځپاڼه لیکونکي عقیل یوسفزي سره اسلام اباد ته د میرمن کلنټن د سفر پر مختلفو اړخونو مرکه کړې او په پیل کې یې د پخوانیو هغو په نسبت ددې سفر د اهمیت په باب ترې پوښتلي :