د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۳

"رسنیو د پاکستان د بریدو په اړه له ځانه معلومات نه دي خپاره کړي"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون هغه راپورونه ناسم وبلل، چې په دې وروستیو کې د پاکستان له خاروې د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو د راکټي حملو په اړه خپاره شوي دي.

کرزي په کابل کې د جرمني له ولسمشر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې پر رسنیو انتقاد وکړ، چې په دې اړه یي په راپورونو کې مبالغه کړې او له دقت څخه یې کار نه دی اخیستی.

کرزي په داسې حال کې د پاکستان له خوا د افغانستان په ختیځو سیمو د بریدونو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم بولي، چې د ختیځو ولایتونو والیانو قومي مشرانو، دیني عالمانو او دغه راز ملي شورا او د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د پاکستان له خاورې د توغندیو د پرله پسې بریدونو خبره کړې او په دې اړه یي جدي عکس العملونه څرګند کړي.

دا چې ولې افغان ولسمشر د دغو بریدونو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم بولي او ملامتي یي په رسنیو اچوي نه په خپلو چارواکو چې تل یې د دغو بریدونو په اړه رسنیو ته څرګندونې کړي؟

دا مسله نوریاس نوري له افغان کارپوه احمد سعیدی سره په مرکه کې څیړلي.

دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ
XS
SM
MD
LG