ښځه چې له یوې خوا د ټولنې نیمه برخه جوړوي خو له بلې خوا بیا له همدې ښځې سره دومره تاوتریخوالی کېږي چې د راپورونو له مخې ځینې یي د دې ستونزې له امله د خپل کور پریښودلو ته اړې کېږي.
یو شمېر افغانې میرمنې شکایت کوي، چې له دوي سره کورني تاوتریخوالی د دې لامل شوی، څو دوي له خپلو کورنیو سره له ګډ ژوند نه زړه تورې شي.
دغو میرمنو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې له دوي سره کورني تاوتریخوالی ډیر شوی دی چې دا مسله بیا دوي ډيرې زوروي.
مریم یوه له هغو نجونو څخه ده چې نور نه غواړي له خپلې کورنی سره ژوند وکړي، د مریم پلار مړ شوی او اوس یي د کورني تاوتریخوالي له امله په کابل کې د ښځو چارو وزارت ته پناه وړې ده.
مریم د ښځو چارو په وزارت کې ازادۍ راډیو ته وویل، دوه خویندې له پخوا د کورني تاوتریخوالي له امله د ښځو چارو وزارت اړوند د امن په کورونو کې پناه اخیستې.
شپاړلس کلنه مریم چې د خبرو په وخت کې یې ژړا ستونې نیولی وو، وایي چې نور نه غواړي هغه کورته ولاړه شي چې هلته له دې سره د یو انسان په څیر چلند نه کېږي:
(ورونه مې ډیر ظلم را باندې کوي، هره دقه مو وهي چې څنګه کور ته راشي نو چټیات وایي، خو موږ هیڅ هم نه ورته وایو، له ښوونځي نه یې هم وویستو خو څه مو ورته ونه ویلې، زه نوره هغه کورته نه ځم، اوښي او خور مې هم ووهلم، ورور مې وایي چې په زنجیرونو مو تړم چې نور به ان د رڼا مخ هم ونه ګورﺉ.
زه نه پوهیږم چې موږه ښځو څه ګناه کړې ده خدای دې موږ له دې دنیا نورې واخلي دلته راغلې یم چې زه نوره هغه کورته نه ځم).
کورنيو تاوتریخوالو نه یواځې د کورنیو په خاصه توګه د ښځو ژوند خراب کړې بلکې ځینو ښځو ته یې رواني او عصبي ناروغۍ هم پیدا کړي دي.
یوه میرمن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، آزادۍ راډیو ته وویل چې خسر یې رواني ناروغي لري، او خاوند یې هم په له هیواده بهر ده، چې نه ددې او نه هم د خپلې کورنی له حاله خبر دی، دغه میرمن وایي چې د خسر له لاسه یې ورته ګڼ شمیر ناروغۍ پیدا شوي دي:
(زما لویه ستونزه، زما خسر دی نیمه شپه راویښیږي چاړه را اخلي او یا ځان وهي او یا هم موږ، په کور کې ډير بد حال جوړوي، د شپې هیڅ خوب نه راځي زه وایم اوس به راجګ شي یا به ما ووژني او یا مې هم ماشومان ډیر ورنه ډاریږو.
په دې وروستیو کې یې ماته بېخي عصبي ناروغي پیدا کړې ده، کله مې چې اعصاب خراب شي غوږونه مې کاڼه شي، غږ مې خپ شي او د غاړې رګونه مې راجګ شي، نور نو څه درته ووایم).
دغه ښځې پداسې حال کې له دوی سره له تاوتریخوالي شکایت کوي، چې د بشر د حقونو کمیسون وایي په روان کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.
د بشر د حقونو د ښځو څانګې مشرې پروین رحیمي آزادۍ راډیو ته وویل چې له ښځو سره ډير تاوتریخوالی د وهلو او ټکولو په برخه کې کېږي:
(پروسږکال موږ په ټول کال کې ۷۳۲ دیرش قضیې درلودې، خو سږ کال چې لا کال نیمايي ته رسیدلی له څلور سوو نه ډيرې قضیې لرو، دا ګن لاملونه لري، او دا هم ویلای شو چې د دغه تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره د اړوندو دولتي ادارو له خوا کوم ښه کار نه دی شوی).
تاوتریخوالی هغه کلمه ده چې زمونږ په ټولنه کې ښځې ډيرې ورسره مخ کېږي. په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي بیلابیل لاملونه په ګوته کېږي، یو شمیر خلک یې لوی عوامل بې سوادی، ناوړه دودونه او له دین څخه ناخبري او یا هم ناوړه ګټه اخیستل بولي، چې د له منځه وړلو لپاره یې اوږدې او هر اړخیزې مبارزې ته اړتیا لیدل کېږي.
جمیله ظریف،کابل