په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان ویلي، چې راتلونکی کال به څو کڼدکه بهرني سرتیري د افغانستان ختیځ ته واستول شي.
د امریکا په پوځي تشکلیلاتو کې یو کنډک د زرو په شا او خوا کې سرتیري لري او د نوموړې له دې خبرې چې څو کنډکه د افغانستان ختیځ ته استول غواړي، څرګندیږي، چې جنرال الین د افغانستان ختیځ ته د زرګونو اضافي بهرنیو سرتیرو د استولو نیت لري.
نوموړي د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې، چې د جمعې په ورځ خپره شوه ویلي، دوی غواړي، چې د کابل او د پاکستان د هغو سیمو ترمنځ چې د طالبانو خوندي ځالې په کې دي یو دفاعي ډال رامنځ ته کړي.
د جان الین په وینا په دې سره به د وسله والو ډلو هغه پلانونه شنډ کړي، چې غواړي د کابل امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
دی امریکايي جنرال ویلي، دا مهال اصلي هڅه دا هم ده، چې د افغانستان په جنوب کې هم د خلکو خوندیتوب یقیني شي.
نوموړي د دې مرکې په دوام کې ویلي، راتلونکې کال ته زما نیت دا دی چې موږ خپل حضور د افغانستان په ختیځ کې پیاوړی کړو او په ۲۰۱۲ م کال کې به د افغانستان خیتځ ته ځانګړې پاملرنه وکړو.
د ناټو دې امریکايي قومندان همدارنګه ویلي، د هغو درې دېرش زرو امریکايي سرتیرو وتل، چې په دې کال کې لا دمخه پیل شوې د راتلونکې کال تر اکتوبر پورې به د افغانستان څخه د دې شمیر د درویشت زرو امر یکايي سرتیرو وتنه بشپړه شي.
الین په دې مرکه کې د افغانستان په کړکیچ کې د پاکستان رول ډیر مهم بللی، خو ویلي یې دي، دا یو پوځي دی او د ده ټولو صلاحیتونه د افغانستان د پولو دننه محدود دي.
نوموړي د حکومت د مخالفو وسله وال سره د پاکستان د ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د دې کړکیچ هواري د اسلام اباد او واشینګټن او اسلام اباد او بروکسل ترمنځ د جوړجاړي له لارې ممکن دی.
په افغانستان کې مخالفو وسله والو په دې وروستیو کې په کابل کې د امریکا پر سفارت او د جان الین په اصلي اډې بریدونه وکړل او همدارنګه یې په افغانستان کې د سولې د عالي شورا مشر وواژه.
د څارونکیو په باور ښايي همدا به د دې سبب شوي وي، چې اوس نړیوال ځواکونه هڅه کوي د کابل خوندیتوب باوري کړي او د افغانستان له خیتځو سیمو څخه دې ښار ته د مخالفو وسله والو د ورتلو مخه ونیسي.