د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۹

د افغانستان جګړې په دې وروستیو دوه اونیو کې تغیر وکړ


نشنل انټرسټ:

د امریکا نشنل انټرسټ ورځپاڼې د افغانستان پر حالاتو د سپینې ماڼۍ د یوه پخواني سلاکار او د دې هېواد د استخباراتو د پخواني مامور بروس ریدل خبرې خپرې کړې دي.

په دې تحلیلي مقاله کې راغلي، چې د افغانستان جګړه لس کاله مخکې پیل شوه خو په وروستیو دوو اونیو کې یې تغیر وکړ.

د لانجې د سوله ایز حل لپاره د افغانانو هیلې په سرعت بې رنګه شوې، د هند او پاکستان اوږد مهالې دښمني په بې سارې ډول دې جګړې ته ور شامله شوه او دا پیچلې لانجه یې لا پسې پیچلې کړه .

د بروس ریدل په وینا، واشنګټن ډيره هڅه وکړه چې طالبان قانع کړي، چې د القاعده مشر اسامه بن لادن او د هغه ملګري ورته وسپاري، خو هڅې یې ناکامې شوې .

د دې ناکامۍ په نتیجه کې پخوانی ولسمشر جورج بوش په افغانستان کې د القاعده او طالبانو پر اهدافو د هوايي حملو امر وکړ .

د نیشنل انټرسټ په حواله، د امریکا مخکني ولسمشر بل کلنتن په ۱۹۹۸ کال کې د القاعده د مشر د سپارلو پيغام طالبانو ته ور لیږلی وو.

بروس ریدل لیکي: طالبانو د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د اسامه بن لادن د سپارلو لپاره دیرش وارې د واشنګټن غوښتنې رد کړې .

د مقالې لیکوال وايي: د جمهور ریس حامد کرزي حکومت چې د امریکا تر حمایت لاندې دی ، په دوو وروستیو کلونو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو او د لانجې د سوله ایزې هوارۍ هڅې پيل کړې.

بروس ریدل وايي: زما په ګډون زیاتو کسانو په ابتدا کې د دې هڅو د موثریت په اړه شک درلود خو ټول په دې موافق وو چې ان که دا هڅې ناکامې هم شي، تر هیڅ غوره دي.

د طالبانو مشر ملا عمر تیره میاشت د دې هڅو لپاره خپل ځواب روښانه کړ .

یوه پاکستاني چې د ملا عمر او د کویټې د شورا له خوا یې ځان د سولې قاصد معرفي کړی وو د سولې د عالي شورا له پخواني مشر برهان الدین رباني سره د لیدو غوښتنه وکړه .

خو دې پاکستاني له ځان سره د سولې نښه، د زیتون لښته نه وه راوړې بلکه په خپله لنګوټه کې یې بم ایښې وو او برهان الدین رباني یې وواژه.

د سپینې ماڼۍ دا پخوانی سلاکار او د امریکا د استخباراتو د ادارې پخوانی مامور ، بروس ریدل لیکي، چې د افغانستان استخبارات باورمند دي چې دا پاکستانی په خپله د ملا عمر او طالبانو له خوا استول شوی وو او دا باور واقیعت ته نږدې هم دی.

ریدل لیکي: د لسو کلونو له تیریدو سره هم نه ملا محمد عمر تغیر کړی او نه هم د طالبانو رهبري بدله شوې ده.

دا کسان له القاعده څخه د ملاتړ پریښودلو او سولې ته زړه نه لري، دې کسانو په زغرده د اسامه بن لادن د وژل کېدو د ویر مراسم ترسره کړل .

نور له طالبانو او ملا محمد عمر سره د لانجې د حل سوله ایزه لاره نه لیدل کیږي.
XS
SM
MD
LG