د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ادارې په هېواد کې د بندیانو د شکنجې په اړه د ملګرو ملتونو د رپورټ ځینې برخې په کلکه رد کړي او د ځینو هغو په برخه کې یی د څیړنو ژمنه کړې.
په دې رپورټ کې، چې په څلور اویاو مخونو کې خپور شوې د پولیسو او ملي امنیت د کارکوونکو لخوا د بندیانو په وړاندې له سختې شکنجې اندیښنه څرګنده شوې.
خو د کورنیو چارو وزارت بیا وایي، چې له بندیانو سره په هیواد کې د نافذه قوانینو په رڼا کې بشري چلند کیږي.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د ملګرو ملتونو د وروستي رپورټ په اړه په خپل غبرګون کې وویل:
″د دې ریپورټ هغه مسایل لکه، شکنجه، د نوکانو ایستل دا موږ په کلکه رادوو. داسې شکنجه لکه د پولیسو نظارت خانو کې دا نه ترسره کیږي.
معمولاً شکنجې او اجباري اعترافونه، د تحقیق په جریان کې رامنځ ته کیږي، موږ تحقیق نه کوو. خو وهل ټکول، ځورونه او ځیني نور مسایل چې په دې ګزارش کې راغلي دي، هغه ډېر جدي بولو.″
له ۳۷۹ بندیانو سره خبرې شوي:
خو د ملګرو ملتونو په دې رپورت کې، چې په اووه څلویښتو زندانونو کې له ۳۷۹ بندیانو سره د خبرو او پوښتنو پر اساس تیار شوی ویل شوي، چې زندانیان په پښو زړول کیږي، برقي جټکې ورکول کیږي، نوکان یی ایستل کیږي او د جنسي تیریو ګواښونه ورته کیږي.
په دې راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شوې ویل شوي، چې د ملي امنیت په زندانونو کې تر ۱۸ کالو د کم عمر کسان هم شکنجه شوي دي.
له بل لوري د ملي امنیت ادارې که څه هم په خپل غبرګون کې په دې رپورټ کې د زندانیانود شکنجې غیر انساني موارد په کلکه رد کړي، خو د ځینو نورو ادعاو په اړه د څیړنو ژمنه کړې.
د ملي امنیت ادارې ویلي، چې دوی به د ملګرو ملتونو د رپورټ له مخې په هرات، کندهار، لغمان، کاپیسا، تخار او په مرکز کې د ترورزم په خلاف د مبارزې په ریاست کې د ممکنه شکنجو په اړه تحقیقات وکړي.
په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو د دې رپورټ هر کلی کړی او ویلي یې دي، چې دوی په افغان زندانونو کې د شکنجې د مواردو په پام کې ساتلو سره د بندیانو د سپارلو بهیر ځنډولی دی.
د ایساف ځواکونو ویاند جنرال کارسټن جکوبسن د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، د افغان حکومت ۱۶ زندانونو ته یې د افغان زندانیانو سپارل درولي دي.
جنران جکوبس وايي:
“د لومړي ځل لپاره کله چې مو معلومات ترلاسه کړل، چې د جنوب په یوه زندان کې له زندانیانو سره بد چلند کیږي، دغه زندان ته مو د بندیانو د سپارلو لړۍ د جولای په میاشت کې وځندوله.
د سپټمبر پر ۴ مه نیټه موږ دغه لړۍ په ۷ زندانونو کې ودروله او تر اوسه دغه پروګرام په ۱۶ زندانونو کې عملي شوی دی.
ایساف د ژنیف کنوانسیون له اصولو سره سم دغو زندانونو ته د بندیانو د لیږلو لړۍ درولې ده.”
نه یوازي ملګري ملتونه بلکې د بخښني نړوال سازمان شا او خوا یوه میاشت مخکې، د افغان حکومت په زندانونو کې د بندیانو د حالت په اړه اندېښنه ښوولې وه.
د بخښني نړویال سازمان همدارنګه د ناټو له خوا د افغان حکومت زندانونو ته د بندیانو د سپارلو د لړۍ ځنډول ستایلي دي.
راپور: معصوم میوند

د لومړي ځل لپاره کله چې مو معلومات ترلاسه کړل، چې د جنوب په یوه زندان کې له زندانیانو سره بد چلند کیږي، دغه زندان ته مو د بندیانو د سپارلو لړۍ د جولای په میاشت کې وځندوله.
جکوبسن