د اسلامي پراختیايي بانک مشر وايي، دوي هڅه کوي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري او مرسته وکړي.
احمد محمد علي د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ماليې وزیر سره د همکاریو د تړون د لاسلیک پر وخت وویل، چې په راتلونکو دیرو کلونو کې به د روغتیا، ښوونې او روزنې، بورسونو او نورو ټولنیزو پروژو په عملي کولو کې همکاري وکړي.
ښاغلي علي وویل، تر دې وروسته به نور اسلامي هېوادونه هم له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې همکاري ولري:
“د افغانستان موقعیت ډیر مهم دی، په ځانګړي ډول چي افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا د هیوادونو تر منځ د یوه پله او نژدې کوونکي په حیثیت.
زه ټینګار کوم چي په راتلوونکو 3 کلونو کي به په دې هیواد کي ډیر مهم پروګرامونه ولرو او ددې ترڅنګه به نه یوازي زموږ بلکي د اسلامي هیوادونو نور غړي هم له افغانستان سره همکاري ولري.”
د اسلامي پراختیايي بانک د رئیس په خبره، چي ډیر ژر به افغانستان ته یوه تخنیکي ډله را ولیږي، چي د عملي کېدونکو پروژو لومړيتوبونه څرګند کړي.
د افغانستان د مالیې وزیر د اسلامي پراختیايي بانک حضور د هیواد لپاره ډیر مهم وباله او ویې ویل، چي دغه بانک به له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته د برېښنا راوستلو، د اورګاډي د لیکي جوړولو او بورسونو په برخه کي مهم رول ولوبوي.
ډاکتر عمر زاخیلوال د بانک له مشره وغوښته، چي نور اسلامي هیوادونه هم د افغانستان د بیارغوني او نورو پراختیايي پروګرامونو لپاره مرستي ته وهڅوي:
(د دوي له لارې هغه اسلامي هېوادونه چې لا تراوسه يي د افغانستان په بیا رغونه کې فعاله ونډه نه ده اخیستې نو هیله لرو چې د دوي له لارې هغوي ته به هم لاره پیداکړو.)
د اسلامي پراخیتايي بانک رئیس افغانستان ته د خپل یو ورځني سفر پر وخت لومړی له افغان ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او ولسمشر کرزي په افغانستان کي ددې بانک د اقتصادي او نورو همکاریو ستاینه کړې ده.
د چارو افغان کارپوهان وايي، په تیرو لسو کلونو کي بیلا بیلو هیوادونو، ادارو او موسیسو له افغانستان سره په ډیرو اړخونو کي مرستي کړي او په میلیارډونو ډالره دې هیواد ته راغلي، خو د دوی په خبره، چي افغانستان اوس هم یو غښتلی اقتصادي حالت نه لري او خلک یې اوس هم د غریبۍ او بېوزلۍ سره مخ دي.
معصوم میوند- کابل