د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۲

د غزل نامتو سندرغاړى جګجیت سنګهـ ومړ

د هند نامتو غزل ویونکې جګجیت سنګهـ
د هند نامتو غزل ویونکې جګجیت سنګهـ
د هند نامتو غزل ویونکې جګجیت سنګ، چې په افغانستان کې یي هم د خپل هنر زیات مینه وال درلودل نن دوشنبې سهار د دماغي سکتې له کبله له نړۍ سترګې پټې کړې.

په کابل کې د هند سفیر ګوتم موکوپاتیا ازادۍ راډیو ته په خپلو خبرو کې د نوموړي پر مړینې ژوره خواشینې څرګنده کړه او د ده مینه والو ته یې خپل تسلیت وړاندې کړ:

(زه د ده کورنۍ او په تیره بیا په افغانستان کې د ده د هنر مینه والو ته خپل تسلیت وړاندې کووم.

دې د جنوبي اسیا او د غزل اواز و، که څه هم دې اوس ژوندې نه دى، خو غږ به یي د تل لپاره له موږ سره وي.)

جګجیت سنګهـ تیره اوونۍ په داسې حال کې، چې د پاکستان له نامتو غزل ویونکي غلام علي سره یی په ګډه د کنسرت تیارې نیوه د دماغي سکتې له کبله د ممبۍ ښار د لیلا وتي په روغتون کې بستر کړای شو. خو نن دوشنبې د ٧٠ کلونو په عمر له دې نړۍ وکوچېد.

جګجیت سنګهـ د خپل هنري سفر په ترڅ کې په کابل کې هم کنسرتونه وړاندې کړي و او دلته یی د هنر مینه وال خورا زیات وو.

دا راپور په ږغ کې هم اوریدلای شﺉ

دلته يي ویډیو هم کتلای شﺉ

راپور له دې برخې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG