په افغانستان کې د زیږون په مهال د مړینې کچه لوړه ده
افغانستان د نړۍ دوهم هېواد دی چې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه په کې ډېره لوړه ده.
د دې هېواد د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس اوس هم په هر نیم ساعت کې یوه مور د زېږون په وخت مري.
که څه هم دغه وزارت په لرې پرتو سیمو او ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو د جوړولو ادعا کوي، خو بیا هم د افغانستان په ګڼو لرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه نشته او یا که شته بیا ښځینه ډاکټرانې او قابلې نه لري.
پکتیکا له بدخشان وروسته هغه ولایت دی چې د روغتیایي مرکزونو او ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له امله د مور او ماشوم مړینه په کې ډېره زیاته د هر په دغه ولایت کې ناروغې ښځې په خامو لارو ساعتونه ساعتونه مزل وهي تر څو یو روغتون ته ورسېږي.
په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو په تېره د ښځینه ډاکټرانو او قابلو نشتوالي د میندو د ژوند تر څنګ د نویو زېږېدلیو ماشومانو ژوند هم له ګواښ سره مخ کړي.
د خوست ولایت اوسېدونکې شینکۍ چې د روغتیایي اسانتیاوو د نشتوالي له امله یې ماشوم په کور کې بې مودې زېږېدلی او اوس د کابل په یوه روغتون کې بستر دی وایي، چې که یې په سیمه کې روغتون وای نو ماشوم به یې داسې مرګ حال کابل ته نه راووست.
د ښځینه ډاکترانو او نرسانو ستونزه یوازې په لرې پرتو او سرحدي ولایتونو کې نه بلکې کابل ته څېرمه ولایتونو کې هم زښته زیاته ده.
د لوګر د ولایتي روغتون ډاکټره مسلمه یونسي وایي، چې په لوګر کې درې روغتونونه او په ځینو سیمو کې کلینیکونه شته خو ستونزه دا ده چې ډاکټرانې او قابلې لږې دي تر دې چې په ټول لوګر کې یوه د ښځینه ناروغیو متخصصه ډاکټره هم نه لري .
ډاکټره یونسي وایي، چې ډېر وخت د روغتونونو د لرې والي له امله ښځې تر روغتونه نه رسېږي او په لاره کې مړې کېږي.
نوموړې زیاتوي چې د ډاکټرانو او قابلو له کمښت سره سره زیاتره ولایتي روغتونونه د طبي وسایلو او درملو له کمښت سره هم مخ دي، د عملیاتونو په وخت د وینې بانک او نور ضروري وسایل نه لري.
په لرې پرتو سیمو کې د روغتونونو او ښځینه ډاکټرانو او قابلو د کموالي ستونزه مو د افغانستان د روغتیا له وزارت سره شریکه کړه.
د روغتیا وزارت ویاند غلام سخي کارګر نور اوغلي وايي، دمګړۍ یې د هېواد په کچه دوه زره روغتیايي مرکزونه فعال دي چې له برکته یې په سلو کې شپیته افغانان اساسي صحي خدمتونو ته لاس رسی لري خو ښاغلی نور اوغلي دا هم وايي، چې په سلو کې دېرش دغو مرکزونو کې یوه ښځینه روغتیایي کارکوونکې هم نه لري :
(موږ تر اوسه د تشکیل له کمښت سره مخ یو، زموږ سږ کال دوه زره کسیز نوی تشکیل په کار و، خو وروسته له پر له پسې مذاکراتو بالاخره مالیې وزارت اته سوه کسیز نوی تشکیل ومانه.
هغه ډاکټران چې په مرکز او لویو ښارونو کې راغونډ دي ممکن ځینې یې بېکاره وي خو موږ تشکیل نه ورته لرو چې جذب یې کړو یا موږ نه یو توانېدلي چې ښه تنخواه ورکړو.
موږ نن په هېواد کې نژدې دوه زره روغتیایي مرکزونه لرو خو جنګ جګړې او ناامنۍ د دې سبب شوي چې په سلو کې دېرش صحي مرکزونو کې یوه ښځینه روغتیايي کارکوونکې هم نه لرو.)
ښاغلی کارګر زیاتوي د ډاکټرانو د کمښت تر څنګ د امنیتي ستونزو له امله هم له مرکز نه ښځینه ډاکټرانې او قابلې ولایتي روغتونونو ته نه ځي خو د لوګر د ولایتي روغتون ډاکټره مسلمه یونسي په دې نظر ده چې که په ولایتونو کې د قابلو او نرسانو د روزنې مرکزونه جوړ شي او د ولایت په کچه ښځې او نجونې وروزل شي نو د ښځينه روغتیايي کارکوونکو د کمښت ستونزه به تر ډېره حده اواره شي.
سیمین بارکزۍ:
له ولسي جرګې نه بېواکه شوې سیمین باکزۍ وایي، چې خپل خوراکي اعتصاب ته به تر هغو ادامه ورکړي چې قانوني غوښتنې یې ومنل شی.
شاوخوا دوه میاشتې دمخه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وروسته له ډېرو لانجو د ولسي جرګې نهه غړي سلب صلاحیت کړل او پرځای یې د معترضو کاندیدانو له ډلې نهه کسه ولسې جرګې ته واستول.
له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف غړې او د هرات د خلکو استازې سیمین باکزۍ چې د نهو بېواکه شویو کاندیدانو له ډلې څخه ده د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دغې پرېکړې په وړاندې د اعتراض په ډول د تلې په لسمه د ملي شورا مخ ته خوراکي اعتصاب پیل کړ.
سیمین بارکزۍ د خپل خوراکي اعتصاب مقصد خپلو غوښتنو ته رسېدل او د قانون ماتونې په وړاندې سوله ییزه درېدنه ښیي:
(که څه هم په افغانستان کې تر اوسه په ښځو باور نه کېږي خو زه لومړنۍ ښځه یم چې دا اقدام مې وکړ، زه باور لرم چې تر اوسه وجدانونه ژوندي دي، تر اوسه داسې انسانان شته چې واقعا د عدالت لپاره مبارزه کوي هغوۍ شاید زما غږ واوري او د خاینانو او قانون ماتوونکوچې هره ورځ قانون ماتوي ، بې عدالتي کوي او مظلومان وژني له غوږونو پخته لرې کړي تر څو زما غږ واوري او بدلون راشي.
که بدلون راهم نشي زه به نن قرباني شم خو راتلونکی نسل او تاریخ به دا ووایي چې سیمین بارکزۍ چوکۍ نه غوښته، ما د چوکۍ لپاره دا کار نه دی کړی کنه ډېرې ښې چوکۍ ماته وړاندیز شوې.
ما د حق او عدالت لپاره دا کار کړی. هغه اسناد چې زه په لاس لرم په خپله د ټاکنو خپلواک کمیسیون دغه نوي کسان پکې متقلب ګڼلي.)
سیمین بارکزۍ چې په خپله خیمه کې پرته وه او ډېره کمزورې شوې وه وویل چې د ښځې فریاد څوک نه اوري،خو دا به تر هغه وخته خپل اعتصاب ته ادامه ورکوي چې یا یې غوښتنې ومنل شي او یا مړه شي.
دې خپلې غوښتنې داسې بیان کړې:
(یوازې په دغو حالاتو کې به زما اعتصاب ختم شي.
الف : د ژوند پای ته رسېدل
ب: د معتبرو ملی او نړیوالو ادارو له خوا زما د دغو غوښتنو منل.
۱- د ملي او نړیوالو ادارو لخوا زما او د اتو نورو بېواکه شویو استازیو د دوسیو څېړنه.
۲ـ د ټآکنو د خپلواک کمیسیون لخوا دې پوښتنې ته د قناعت وړ ځواب ورکول چې ولې او په څه دلیل دغه نهه کسان په سر کې متقلب اعلان شول او وروسته بېرته ولسي جرګې ته راوستل شول.
۳ـ زموږ د دوسیو تر څېړنې په ولسي جرګه کې د نهو انتسابي وکیلانو نه ګډون.
دا زما غوښتنې دي.)
له مېرمن بارکزۍ مو وپوښتل چې ایا بله لار نه وه چې دې خپل اعتراض د خوراکي اعتصاب په بڼه څرګند کړ؟
مېرمن بارکزۍ وایي، چې په دې هېواد کې وسله او زور وروستۍ خبره کوي، خو زه خپل اعتراض د عدم تشدد او یو مدني خوځښت په بڼه غواړم څرګند کړم نو ځکه مې خوراکي اعتصاب وکړ:
( ما ټولې لارې ګز کړې. ما جمهور رییس ته اسناد ولېږل خو غور ونشو.
تر ټولو پاکې رایې زما دي، تر اوسه لا ما د خپلو عکسونو د چاپولو پور نه دی پرې کړی او نه مې هم داسې څوک لرل چې زه پرې تکیه وکړم او درغلي وکړم، زما رایې د خلکو رایې دي.)
سیمین بارکزۍ د هرات ولایت اوسېدونکې ده، واده یې کړی او درې ماشومان لري، مخکې له دې چې ولسي جرګې ته کاندیده شي شپږ کاله یې په بېلابېلو محلې ټلویزیونونو کې کار کړی او دغه راز یې د ارزو او دیار په نوم دوه مستند فلمونه چې د ماشومانو او راستنو شویو مهاجرینو په اړه دي جوړ کړي دي.
دا لومړنۍ افغانه مېرمن ده چې ګواکي د دولت د بې انصافیو او قانون ماتونې په وړاندې د اعتراض لپاره یې یو مدني خوځښت یا خوراکي اعتصاب پیل کړی.
نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سه شنبې په ورځو خپرېږي.
چې د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ