د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۰

"د قانون په رڼا کې به د سیمین بارکزۍ ستونزې حل شي"


د حکومت د رسنیو د مرکز مرستیال صفت الله صحاف صافي
د حکومت د رسنیو د مرکز مرستیال صفت الله صحاف صافي
افغان حکومت د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې سیمین بارکزۍ د نه خوړلو د اعتصاب په اتمه ورځ په خپل لومړني غبرګون کې وویل، چې دا مسئله به د قانون په رڼا کې هواره کړي.

میرمن سیمین بارکزۍ، چې د انتخاباتو د کمیسیون په پریکړه له اتو نورو وکیلانو سره یو ځای د وکالت له حقه محرومه شوې غواړي، چې دوسیه یي له سره وکتلې شي.

میرمن بارکزۍ د خپل اعتصاب په لومړي ورځ دا په ډاګه کړه، چې ترهغه به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي، چې غوښتنه یي نه وي منل شوې.

د حکومت د رسنیو د مرکز مرستیال صفت الله صحاف صافي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نافذه قوانینو له مخې، اعتصاب د هر افغان حق دی خو وایي، چې د قانون په رڼا کې به یي روانه ستونزه حل کړي:

((موږ به ټولې هغه لارې چارې په لاره واچوو، تر څو چې د سیمین بارکزۍ خور اعتصاب پای ته ورسوي.

زموږ غوښتنه ترې دا وه، چې د دې دا اعتصاب کافي وو، چې خپل غږ یي تر چارواکو او ولس ورسولو، خو په عین حال کې دا هم مهمه ده، چې دا باید له انعطاف څخه کار واخلي او اعتصاب پای ته ورسوي.

بې له شکه، چې حکومت به هم د دې په غوښتنو غور کوي او هره هغه ممکنه لار، چې موږ ته د قانون له مخې اجازه راکړي، د دې مشکل به حل کړو.))


میرمن بارکزۍ د نه خوړلو د اعتصاب په اتمه ورځ خورا کمزورې حالت کې وه، چې د خبرو توان یي نه درلود، خو بیا یي هم ټینګار دا وو، چې تر وروستیو شیبو پورې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.
د پنجشنبې په ورځ مې له ولسمشر سره ولیدل، هغې راته وویل، چې د شنبې په ورځ دې ستونزه حل کیږي، خو تر اوسه هیڅ ونشول
د پنجشنبې په ورځ مې له ولسمشر سره ولیدل، هغې راته وویل، چې د شنبې په ورځ دې ستونزه حل کیږي، خو تر اوسه هیڅ ونشول

میرمن بارکزۍ په کمزوري حالت کې راته وویل، چې د افغان ولسمشر په ګډون یو شمېر مسولینو ورسره لیدلی، خو تر اوسه یي قانع کوونکی ځواب نه دی ترلاسه کړې:

(د پنجشنبې په ورځ مې له ولسمشر سره ولیدل، هغې راته وویل، چې د شنبې په ورځ دې ستونزه حل کیږي، خو تر اوسه هیڅ ونشول.

د ملګرو ملتونو نه هم هیڅوک نه دي راغلي او نه یي څه ویلي دي.)

یو شمېر روغتیایي کارکوونکي، چې میرمن بارکزۍ له نږدې څاري وایي، چې دغه اعتصاب یي وجود کمزورۍ کړی او ورځ په ورځ مړاوې کیږي.

سیمین بارکزۍ، چې د ولسي جرګې په تیرو انتخاباتو کی د هرات د استازي په توګه ولسي جرګې ته بریالۍ شوه له اتو میاشتو کار وروسته د هغو اتو کسانو په ډله کې راغله، چې د انتخاباتو د کمیسیون پریکړې، د وکالت له حق څخه محرومه کړه.

ذکیه غیاثي نذیر،کابل
XS
SM
MD
LG