د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۹

ولې د چاقوګانو د رغیدو کسب کمزوری شوی؟


د كابل ښار د ځينو ګذرونو تر څنګ يو شمېر كوڅې هم ډيرې مشهورې دي، د مورخانو په وېنا دغه كوڅې يو وخت د ښاري ګذرنو برخې وې، خو كله چى ښار پراخ شو، نوېو او عصري ودانيو يو شمېر بشپړې او ځينې په سروپاى كې كنډو كړې، يوه له دغو كوڅو څخه چې مورخان يې د شهر بازار يا شوربازار ګذر برخه بولي، د كاه فروشي كوڅه ده.

تاریخ ليکوال کاږي، چې دا کوڅه د بابر په زمانه کې جوړه شوې او لومړی ځل د کابل ښار د کاناليزاسيون سيستم هم له همدې کوڅې پيل شوې.

کاه فروشي کږه وږه کم سورې کوڅه ده، کابو اتيا دوکانونه لري د کوڅې د سپین ږیرو په وېنا پخوا به په دې کوڅه کې پروړه او نور واښه خرڅيدل، له همدې توسنه يي کاه فروشي بولي.

د کوڅې د يوه دکاندار ښاغلي جان اقا په وېنا وروسته بيا دلته خرخانې
عاشق الله چاقوساز
عاشق الله چاقوساز
هم جوړې شوې ځکه پخوا خو د ترانسپورت مزه نه وه ډېری خلک به له لرو پرتو سيمو په خرو ښار ته راتلل او خره به يې د همدې کوڅې په خرخانه کې تړل.

پنځوس شپيته کاله له مخه په دې کوڅه کې پښانو هم په کار پيل وکړ او ځينو کسانو به وطني مارغان هم خرڅ ته راوړل، چې بيا سوکه، سوکه د مارغانو دکانونه هم جوړ شول.

اوس د دې کوڅې درې برخې دکانداران الوتونکې خرڅوې، يوه برخه نور يې پښان دي او څو د خاورين لوښو دکانونه هم شته.

عاشق الله د لغمان ولایت يو چاقو ساز هم په دې کوڅه کې دکان لري، دی دوه پنځوس کلن دی، د نوموړي په وېنا د کاه فروشي په کوڅه کې کابو څوارلس دکانونه د چاقو سازانو دي چې ډيری يي د مرمت کار کوي او چاقوګان تيروي.

عاشق الله اته زامن لري ټول چاقو سازي کوي، دی وايي چې چاقو سازي يې د پلارنيکه کسب دی، پخوا يواځې په لغمان کې دوو نيمو سوو تنو چاقو سازي کوله، په مزارشريف، چاريکارو او غور بند کې به هم خورا ښایسته چاقوګان رغيدل، خو اوس دا کسب کمزوری شوی او مخ په ځوړ دی، ځکه نن سبا چېنايي چاقوګان په بازار کې ډېر شوي، د وطني او لاسي چاقوګانو په پرتله څو برابره ارزانه دي، څوک زموږ چاقوګان نه اخلي پخوا د دې کوڅې سوهان چاقوګان ډېرمشهور و.

عاشق الله زیاتوي، د هغو چاقوګانو اوسپنه له کاناډا راتله اوس هغه نشته موږ دا ارزان بيعه هندي او چېنائي اوسپنه کاروو او بله خبره دا چې اوس څوک د چاقو ګانو شوق هم نه کوي نه يي خوښوې موږ اوس چړې رغوو چړې او چاقوګان ځينې توپیرونه لري د چړو معمولا تيغ تر لاستي اوږد وي، خو د چاقو لاستی د تيغ په برابر رغيږي چې په منځ کې لاستې ته ماتېږي.

د کاه فروشي په کوڅه کې به پخوا پنج ټکه، د زیړو لاستې والا، د هډوکو لاستې والا، د لرګيو لاستې ولا غټ او واړه چاقوګان جوړېدل چې پيوندي چاقو يې ډیر مشهور و نن سبا هم پيوندي چاقو لوړ نرخ لري يو یې په زر افغانۍ خرڅېږي او ارزان بيعه يې د لرګي لاستې والا د کمانۍ چاقو دی چې سل افغانۍ يې قيمت دی.
XS
SM
MD
LG