د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۸

د بهرنيو ځواکونو لس کلن ماموريت او سوله-دتلې١٦مه


د نن ورځې په دې ترشنه اسمان لاندې پروګرام کې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې پر شویو پرمختګونو، ستونزو او دغه راز د دغو تحولاتو په رڼا کې پر هیلو خبرې کوو.

زموږ مېلمانه به په دې رڼا واچوي چې په تېرو کلونو کې کوم کارونه چې باید شوي وای نه دي شوي. له تېرو لسو کلونو څخه مو څه تجربه یا درس ترلاسه کړی.

د ځینو کتونکو په نظر په تېرو لسو کلونو کې هماغسي چې د افغانستان حکومت د خامۍ له کبله تېروتنې کړي ، نړیوالې ټولنې هم زیاتې تېروتنې کړي ځکه چې له افغاني ټولنې سره نااشنا وه او په ډېرو مواردو کې یې پر جګړه مارو او د بشري حقونو پر سرغړوونکو اتکا وکړه.

د امریکا د براون پوهنتون د څېړنې له مخې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې لږترلږه ۳۳ زره اته سوه اووه اویا ملکیان، وسله وال طالبان، بهرني پوځیان او نور کسان وژل شوي.

په وژل شویو کسانو کې یوزرو اووه سوه ۸۸ بهرنیان او پاتې افغانان ښوول شوي.

په همدې موده کې څوارلس زره درې سوه دوه څلوېښت بهرني پوځیان ژوبل شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې په تېرو لسو کلونو کې یې د افغانستان پر عملیاتو تر ۳۲۳ ملیارده ډالره زیاتې پیسې لګولي.

د افغانستان په حکومت کې فساد، د ظرفیت کموالی او کار اهل کار ته نه سپارل هم په تېرو لسو کلونو کې د ستونزو عوامل بلل کېږي.

خو له دې سره سره له دې هم انکار نه کېږي چې په تېرو لسو کلونو کې افغانستان ډېرې لاسته راوړنې لرلي.

په دې پروګرام کې به واورئ چې زموږ مېلمانه څومره راتلونکي ته هیله لري.

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه عبدالستار سعادت

د کابل پوهنتون استاد سید احمد نجیب محمود

او د سیاسي مسایلو تحلیلګر او فعال محمد حکیم تورسن

دغه پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG