د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۰

صمیم: د پکتیکا ولایت لپاره پراختیايي پروژې منظورې شوي


د پکتیکا والي محب الله صمیم وايي، چې حکومت دغه ولایت ته یو لړ نوې پراختیايي پروژې منظورې کړي دي.

صمیم ازادي راډیو ته وویل، دغه پروژې د وزیرانو شورا په هغې غونډې کې منظورې شوې چې د پکتیکا یو شمېر چارواکو، وکیلانو، سناتورانو او د ولایتي شورا مسوولینو په کې ګډون کړی و.

د پکتیکا والي مني، چې په دې ولایت کې د پوهنې بهیر په ځانګړې توګه د نجونو د پوهنې جریان کمزوری دی او وايي، دا ستونزه امنیتي نه بلکې تر ډيره فرهنګي ده.

په کابل کې زموږ همکار احمد زبیر ژمن له ښاغلي صمیم سره یوه ځانګړې مرکه کړې او په لومړي سر کې ښاغلي صمیم پکتیکا ته د نویو منظورو شویو پروژو په اړه وايي:

د دې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!
XS
SM
MD
LG