د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۱

″نړېوال په افغانستان کې د خپلو ژمنو په ترسره کولو کې پاتې راغلي″


دغه سازمان وايي، چې په افغانستان کې یواځې په ځینو برخو کې پرمختګ شوی دی.
دغه سازمان وايي، چې په افغانستان کې یواځې په ځینو برخو کې پرمختګ شوی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان په ځینو برخو لکه د ښځو په وړاندې د تبعیض د لرې کولو، د تعلیم او روغتیايي اسانتاوو د برابرولو او امکاناتو په برخه کې په افغانستان کې ځینې پرمختګونه ستایلې دي.

خو د بخښنې نړیوال سازمان دا هم وايي، چې په قضایي چارو د پولیسو په فعالیتونو همداشان د بشري مصونیت او کورني بې ځایه کېدو یا دبې ځایه شویو کسانو د حقونو په برخه کې کارونه مخ په ځوړه روان دي او حتی په ځینو مواردو کې یې په شاه تګ کړی دی.

د بخښنې د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، افغانان په داسې سیمو کې ژوند کوي، چې د مخالفو وسله والو له خوا سختې ځپل کیږي او د دوې د ژوند په وضعیت کې لا خرابوالی تر سترګو کیږي.

د خبریالانو په وړې ټولنې کې یو څه پرمختګ، ښوونځیو، او د فترونو ته د نجونو او ښځو بیرته تګ، ټولې د پرمختګ نښې دي، چې د تیرو لسو کلونو په موده کې رامنځ ته شوې دي.

افغاسنتان همدا شان یو شمېر داسې قوانین تصویب کړي، چې ښکاري له مخې یې د ښځو حقونه ته پیاوړتیا ورکول شوي. د افغانستان په نوې اساسي قانون کې ښځو او نارینه وو ته برابر حقونه ورکول شوي او ښځو د پارلمان څلورمه برخه کرسۍ هم تر لاسه کړې دي.

د دوه زره پنځم او دوه زره لسم میلادي کلونو په پارلماني انتخاباتو کې هم ولیدل شول، چې ښځو ته د ورکړای شوې سهمیې له حده دوې یو څه زیاتې کرسۍ ونیولې.

خو د بخښنې د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکونکو په وړاندي تاوتریخوالی زیات شوی او د بیان او عقیدې ازادې محدوده شوې ده. له دوه زره لومړي میلادي کال راهیسې د معارف په برخه کې ډیر پرمختګ شوی.

نن په افغانستان کې اوه میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، چې په سلو کې اوه دېرش یې نجونې دي. خو د طالبانو د واکمنۍ په موده کې له یوه میلون څخه کم ماشومان ښوونځو ته تلل، چې تقریباً هیڅ یوې نجلۍ دا حق نه درلود چې ښوونځي ته ولاړه شي.

د دوه زره لسم میلادي کال په وروسیتو نهو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو د بمې چاودنو، اور اچونو او یا راکټي حملو له امله لږ تر لږه څلور اویا ښوونځې وران او یا هم تړل شول.

د نجونو په شپږ ویشت، د هلکانو پر دیارلس ښوونځینو او همدا شان پر پینځه دېرش داسې ښوونځیو چې هلکانو او نجونو په کې سبق وايه په مستقیمه توګه بریدونه شوي دي.

د سام ظریفي په وینا افغان حکومت او ملګري یې نشي کولی د خپلو کمزورو اجرایتو په اړه نور دا استدلال وکړي، چې ډیر شیان د نویمې لسیزي څخه ښه دي. د ظریفي په وینا افغانانو ځینې امنیتی او اقتصادي مرستی تر لاسه کړي او دوې د خپل وضعیت د ښه کیدو لپاره د ډیرو موانعو پر لري کولو بریالی شول خو ډیرې ورکړل شوې ژمنې تر سره نه شوې.

په وسله والو شخړو کې د تیرو دوه لسیزو په ترڅ کې ډیرشمیر ملکیان ژوبل شول. د تېرو دری کلونو په موده کې د جګړو په ترڅ کې د زیامن شویو کسان څخه نیژدی درې پرڅلورمه برخه تلفات او زیان د مخالفو وسله والو د حملو له امله اوښتي او نور تلفات او زیان بیا د نړیوالو ځواکونو د حملو په ترڅ کې خلکو ته رسیدلي دي.

د افغانستان د نارامیو په لړ کې څلور نیم لکه تنه دننه په خپل هیواد کې بی ځایه شوي، چې ډیر یې په کابل او بلخ ولایتونو کې په ډیرو سختو شرایطو او بی وزلې کې شپې سبا کوي. دوی نه سم خوراک لري او نه هم د څښاک پاکې اوبه ورته شته.

سام ظریفي وایي، د متحد ایالاتو په شمول د افغان حکومت نړیوال ملګري په پرله پسې توګه همدا وایي، چې دوې به افغانان یواځې پرینږدي. د ظریفي په وینا دوی باید په خپلو ژمنو لاړ وي او دا اطمینان ورکړي، چې له افغانستانه د نړیوالو ټولنې له وتو سره به د خلکو حقونه هم له پامه نه غورځول کیږي.
XS
SM
MD
LG