د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۴

له هند سره ستراتيژيک تړون او نور مسايل


له کومي ورځي چي له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو نیټه اعلان شوي ، په افغانستان کي د وسله والو حملې، شخړې ، د مهمو دولتی او قومي مشرانو وژنې زیاتې شوي او د سیمې د سولې او ثبات ته ستر ګواښونه مخامخ شویدي.

پاکستان چي افغانستان خپل د نفوذ ډګر او یا په بل عبارت د خپل کور انګړ بولي او د پخوا په څېر افغان دولتي مشران د ګورنر هاوس د اوامرو تابع ګڼې، دا نشي زغملاي چي ددوي له خوښي او رضایت پرته دي له هند سره معاهدي لاسلیک کړي او یا دي دسولې په هر ډول خبرو او مذاکرو کي پوځي جنرالان له نظره وغورځوي.

جمهور رئیس کرزي په نوي ډهلي کي د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، پاکستان د افغانستان غبرګونی ورور او هند یي ستر دوست دی. جمهور رئیس کرزي دا هم وویل چي دا تړون د پاکستان لپاره کوم ګواښ نه پیښوي.

د هند صدراعظم منموهن سنګ هم په خبرو کي وویل، هیواد یي د افغانستان د پولیسو روزنې او پراخیتایي کارونو ته ژمن دی.

دا چي د هند او افغانستان تر منځ د ستراتیژیکي همکارۍ د تړون اغیز به د افغانستان او سیمې په ثبات او امنیت څه ډول وي؟

افغان حکومت به وکړاي شي چي د سیمه ایزو طاقتونو یا رقیبانو تر منځ تعادل وساتي؟ دا او نورې پوښتنې به له محترمو میلمنو سره په خبرو کي ځواب شي.

د کابل په سټډیو کی رابللي میلمانه وو:

۱ – د ولسي جرګې غړی ښاغلی عبدالرحیم ایوبي

۲ – او د سیاسي مسلو کارپوه ښاغلی داود سلطانزوي

۳ – د خپرونې په دوهمې برخې کي په سمیه ایزو او نړیوالو مسلو کي د نظر خاوند ښاغلی میاګل وثیق هم د کابل په سټډیو کي زمونږ میلمه و.

دغه راز به په افغانستان کي د پاکستان پخوانی سفیر او د افغانانو د هجرت په جریان کي په پیښور کي افغان کمشنر ښاغلی رستم شاه مهمند هم د ټیلفون په لیکه له موږ سره و.
XS
SM
MD
LG