د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۳

یوسفزی: افغانستان له هر هېواد سره د اړیکو ټینګولو حق لري


افغان ولسمشر حامد کرزي هند ته په خپل دوه ورځني سفر کې د دې هیواد له صدراعظم سره یو مهم ستراتیژیک تړون لاسليک کړ.

ویل شوي چې دا سند به د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او امنيتي همکارۍ لا پسې پياوړې کړي.

کرزی په داسې حال کې هند ته تللی،چې د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني تر وژنې وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکې لا ترینګلې شوي.

په پيښور کې د ازادي راډیو خبريال مجيب الرحمان انګار د انګليسي ژبې دي نیوز ورځپاڼې له مشر خبريال او داړوندو چارو له کارپوه مشتاق یوسفزي سره په همدې اړه مرکه کړې چې د کرزي دا سفر به د افغانستان و پاکستان پر اړيکو څه اغیز ولري؟
XS
SM
MD
LG