د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۸

د پکتیکا د اکثرو ولسوالیو لارې د ناامنیو له کبله بندې دي


پکتیکا کې د ډیرې نا امنۍ له امله د بیارغونې لړۍ هم ډیره پڅه روانه ده او حتی په هیڅ کې حساب ده.
پکتیکا کې د ډیرې نا امنۍ له امله د بیارغونې لړۍ هم ډیره پڅه روانه ده او حتی په هیڅ کې حساب ده.
د پکتیکا ولایتي شورا د دې ولایت په اکثرو ولسوالیو کې امنیتي ستونزې او د وسله والو مخالفان فعالیتونه ډیر بولي او اندیښنه ښیي، چې دوی او نور دولتي چارواکي نه شي کولای چې هرې سیمې ته سفرونه وکړي.

د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال عبدالغني پکتین ازادي راډیو ته وویل، چې د دې ولایت ډیرو ولسوالیو ته غزیدلې لارې د وسله والو طالبانود نفوذ له امله بندې دي اوله دې امله دولتي کارکوونکي نشي کولای چې د اړتیا په صورت کې بیلابیلو سیموته تګ راتګ وکړي.

د ښاغلي پکتین په خبره پکتیکا له پاکستان سره اوږده ګډه پوله لري او وسلوال طالبان کولای شي په آسانۍ سره د دې ولایت هرې سیمې ته تګ راتګ او د دولت ضد فعالیتونه ترسره کړي:

"ځینې ولسوالۍ لکه وازه خوا، تروې او اوړممۍ، څلور کاله کیږي لارې یې تړلي دي، عینې هغه کسان چې دولت پلوه دې نه شي کولای چې پرې تګ راتګ وکړي.

یوشمېر نورې ولسوالۍ سقوط دي، د ارګان لاره هم بنده، چې څو نورې ولسوالۍ له مرکز شرنې سره نښلوي کله چې بهرني ځواکونه، نه وي څوک تګ راتګ نه شي کولای.

د پکتیکا ولایت ډیرې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، امنیتي ځواکونه یوازې په ولسوالیوکې پراته دي، په دې ولایت کې امنیتي ستونزې ډیرې دي."

عبدالغني پکتین څرګنده کړه، چې د همدغو نا امنیو له امله دوی نه شي کولای چې په بیلابیلو ولسوالوکې له خپلو موکلینو سره وګوري، ستونزې یې واوري او د حل لپاره یې اقدام وکړي.

ده وویل چې په پکتیکا کې د ډیرې نا امنۍ له امله د بیارغونې لړۍ هم ډیره پڅه روانه ده او حتی په هیڅ کې حساب ده.

خو د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکي دا څرګندونې او انتقادونه بې ځایه بولي او وایي، چې دامهال د پکتیکا د اتلسو رسمي ولسوالیو ترڅنګ درې غیررسمي ولسوالۍ هم فعالې دي.

د دې ولایت د امنیې قومندان جنرال دولت خان ځدراڼ د چهارشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل، چې د پکتیکا یوې ولسوالۍ او سیمې ته هم د نا امنیو له امله لارې نه دي تړل شوي:

"د پکتیکا ټولو ولسوالیو ته لارې پرانستي دي، یوازې د ارګون او یوې بلې ولسوالۍ ترمنځ د ښخ شوو ماینونو له امله یو ه اندازه ستونزه شته، چې موږ یې هم تاییدوو.

هرې ولسوالۍ ته د پولیسو یو رنجر موټر تګ راتګ کوي د ګوشتي په سیمه کې ماینونه ښخ دي او ستونزه شته.

په عین حال کې امنیتی ځواکونه په پکتیکا کې ښه همآهنګي لري، هیڅ یوه لاره نه ده بنده او سیمه ایز پولیس هم ښه فعالیت لري.

زه پوره ډاډ درکوم له امنیتي پلوه کولای شي، چې پلاوي راشي او حالات له نږدې وګوري."

ده دا هم وویل، چې د بیارغونې کومې پروژې چې د پکتیکا ولایت په مرکزشرنه او ولسوالیو کې پیل شوي د امنیتي ځواکونو له خوا یې امنیت ټینګ دی او په عین حال کې سیمه ایز پولیس هم په بیلابیلو سیمو کې فعالیت لري.

د پکتیکا په ولایت کې د نا امنیو د ډیریدو له امله د دې ولایت د ولایتي شورا مسوولان په داسې حال کې شکایت کوي؛ چې څه موده مخکې په دې ولایت کې د قومي مشرانود وژل کیدو له امله هم په ورته توګه اندښینې ښودل شوې وې.
XS
SM
MD
LG